د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د حکومت پلوه امن کميټۍ د تښتول شوؤ نورو شږو غړو مړي ترلاسه شوي دي .
د ځايي خلکو په وينا د اتوار په شپه وسله والو د خېبرايجنسۍ د باړې تحصيل د ذخه خېلو نه ۱۱ کسان تښتؤلي وو ، چې پکې د پينځه ؤ مړي د ګل په ورځ ترلاسه شوي او د پاتې نورو شپږو مړي تېره شپه د قمبرخيلو علاقې نه ترلاسه شوي دي .
راپورونه وايي د دې خبرې پخلی لا نه دی شوی چې تښتؤل شوي او وژل شوي کسان د امن کمېټۍ غړي وو او که تعلق يې د ذخه خېلو سره ؤ .
خو سرچينې وايي دغه کسان د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر اسلام وسله والو تښتوؤلي وو او د دغې ډلې لخوا د پېښې زمه واري هم قبوله شوې ده ، ولې سيمې ته د ميډيا د رسائي نه کېدو له امله په ازاده توګه د دې خبرې پخلی نه دی شوی .
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې د وسله والو جنګيالو په ضد او د حکومت په ملاتړ کې امن کميټۍ او لښکرې جوړې کړی شوي دي ، او دويې په خپلو علاقو کې د وسله والو مخنيوي کوي .
له دې وړاندې هم د پاکستان په قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ ، باجوړ ايجنسۍ او په سوات کې د امن کميټيانو غړي په هدف کړی شوي دي .
د پاکستان پوځ تېر کال د جون په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او وروستو دغه عمليات د خېبرايجنسۍ پورې غځول شوي وو ، پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ زياتره علاقې يې د وسله والو نه پاکې کړي او د جنګيالو په ضد يې غټې کاميابۍ ترلاسه کړي دي .