لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزنی :طالبانو په جېل حمله کړې او په سلګونو کسان يې ازاد کړي دي


چارواکي وايي بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي او د درې وسله وال هم وژل شوي دي .
چارواکي وايي بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي او د درې وسله وال هم وژل شوي دي .

د افغانستان چارواکي وايي د هېواد د غزني صوبې په مرکزي جېل طالب وسله والو بريد کړی او د ۳۵۰ پورې بنديان يې ازاد يا خوشي کړي دي .

د ايسوسي اېټډ پرېس (ای پي) خبري ادارې ترمخه د غزني مرستيال ګورنر محمدعلي احمدي وئيلي چې د ګل په سحر وسله وال د پوځ په وردۍ کې راغلي په جېل يې حمله کړې او بنديان يې ازاد کړي دي .

د احمدي په وينا په جېل حمله د ځانمرګي بريد نه پېل شوې او بيا نور وسله وال جېل ته ننوتي دي .

نوموړي زياته کړې بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي او د درې وسله وال هم وژل شوي دي .

ځينې راپورونه وايي په جيل د بريد په نتيجه کې د ازادؤنکو شمېره د ۴۰۰ نه زياته ده .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ميډيا ته د ايميل د لارې په لېږلي خبر کې د غزني د جېل د بريد زمه واري اخستې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG