لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او امريکې د بډه بېرې حمله غندلې ده


د جمعې په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې د محکمه خارجه وياند مارک ټونر ووئيل چې امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي،
د جمعې په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې د محکمه خارجه وياند مارک ټونر ووئيل چې امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي،

ملګرو ملتونو او امريکې په پېښور کې د پاکستان د هوايي پوځ په کېمپ د شوې حملې غندنه کړې ، او د امريکې محکمه خارجه وئيلي امريکا د ترهګرۍ په ضد د پاکستان لخوا په پورته کړی شوؤ ګامونو کې ملګرې ده .

امريکې په بډه بېره کې د فضائې په کېمپ شوې حمله درمنده او د غندنې وړ بللې ده ، او د امريکې محکمه خارجه وئيلي د ترهګرو او انتهاپسندو د لاسه کوم بل ملک ته دومره زيان نه دی رسېدلی څومره چې پاکستان ته اوړېدلی دی .

د جمعې په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې د محکمه خارجه وياند مارک ټونر ووئيل چې امريکا د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي، او نوموړي وئيلي زه نه ګڼم چې دغه حمله داسې قسمه کارروايانو زياتېدو پله اشاره کوي .

له دې وړاندې د خبري غونډې په سر کې نوموړي وئيلي ؤ داسې ښکاري چې دغه حمله په هغو خلکو شوې چا چې په جمات کې نمونځ کولو ، او په خصوصي توګه هغه کورنۍ پکې په هدف شوي دي کومې چې د پاکستان د پوځيانو کورنۍ دي او دا د غندني وړ عمل دی .

وياند د حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې او پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو د کورنو سره يې خواخوږي او غمرازي کړې وه .

د جمعې په ورځ د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې وسله والو جنگيالو دفضائي ځواکونو په يو کيمپ بريد کړى چې د پوځيانو په گډون پکې ٢٩ کسان وژل شوي،٢٩ ژوبل شوي اؤ دامنيتي ځواکونو ځوابي عملياتو کې ١٣ بريدکوونکي هم وژل شوي وو .

د کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG