لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: فضايي بمبارۍ کې ۲۵ وسله وال وژل شوي


جنګي الوتکو د دته خېل تحصيل په الواړه منډۍ سيمه کې د وسله والو ځالې په هدف کړي دي .
جنګي الوتکو د دته خېل تحصيل په الواړه منډۍ سيمه کې د وسله والو ځالې په هدف کړي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جنګي الوتکو د لارې په وسله والو جنګيالو بمباري کړې چې په نتيجه کې يې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا مطبوعاتو ته په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې نن د زيارت په ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې جنګي الوتکو د وسله والو ځالې په هدف کړي او ۲۵ مشکوک وسله وال پکې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي جنګي الوتکو د دته خېل تحصيل په الواړه منډۍ سيمه کې د وسله والو ځالې په هدف کړي دي . امنيتي چارواکو وئيلي په فضايي بمبارۍ کې د وسله والو پينځه ځالې په هدف کړي دي .

سيمي ته د ميډيا رسائي نه ده حاصله ، ځکه په ازاده توګه هلته د ترسره شوؤ عملياتو پخلی نه کيږي .

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي علاقه شمالي وزيرستان کې تېر کال د ضرب عضب په نوم د وسله والو جنګيالو په ضد عمليات پېل کړي ، حکومت او پوځ ادعا کوي چې د ضرب عضب د ۹۰ فيصده نه زيات اهداف يې حاصل کړي او شمالي وزيرستان يې دجنګيالو څخه پاک کړی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG