لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوز په ځينو برخو کې نښتې، په بله اولسوالۍ دطالبانو قبضه


 اقتدار څخه دلرې کولو څخه ١٤ کاله وروستو په کندوز ښار دطالبانو قبضه افغان حکومت ته رسيدلې يوه ستره ضربه اؤ دطالبانو لويې برياليتوب گرځول کيدو.
اقتدار څخه دلرې کولو څخه ١٤ کاله وروستو په کندوز ښار دطالبانو قبضه افغان حکومت ته رسيدلې يوه ستره ضربه اؤ دطالبانو لويې برياليتوب گرځول کيدو.

دافغانستان شمالي ښار کندوز څخه دطالبانو دقبضې خلاصولو لپاره يوه ورځ وروستو هم دځينو طالب جنگيالو له لوري افغان عسکر دمقاومت سره مخ دي.

اقتدار څخه دلرې کولو څخه ١٤ کاله وروستو په کندوز ښار دطالبانو قبضه افغان حکومت ته رسيدلې يوه ستره ضربه اؤ دطالبانو لويې برياليتوب گرځول کيدو.

ددريوؤ لکو خلکو په ابادۍ مشتمل کندوز ښار طالبانو دگل په ورځ سحر مهال حمله کړې وه اؤ دغه ښار يې قبضه کړى ؤ، دښار اوسيدونکي وئيلي دي چې اکثره طالب جنگيالي تښتيدلي او ځينې اوس هم دعامو خلکو په کورونو کې پټ دي اؤ پوځ سره په جگړه بوخت دي.

داطلاعاتو ترمخه کوم طالبان چې دکندوز سره اشنا وؤ هغوي ښار پريښى خو ځينې جنگيالي چې تښتيدلي نۀ دي هغوي اوس دخلکو په کورونو کې اؤ ځينو دښار په مينځنو برخو کې پټ شوي دي.

دکندوز مرستيال والي حمدالله دانشي وئيلي دي چې ښار کې امن وامان پځايې دى اؤ کومه لويه جگړه نۀ ده روانه، خو دهغه وينا ده چې ياغيان په بشپړه توگه ښار څخه نۀ دي ويستل شوي.

حمدالله دانشي وئيلي دي طالبان اوس هم دخلکو په کورونو اؤ اولسي ودانو کې موجود دي، هغوي اولسي وگړي دډهال په توگه استعمالوي.

حکومتي ځواکونو لپاره دا خبره دانديښنې وړ ده چې طالبان دهيواد په نورو برخو کې برياليتوبونه ترلاسه کوي.

بل لوري ته دخبري ادارې روئيټرز ترمخه دشمال ختيز ولايت بدخشان دوالي دوياند نويد فروتان په قول طالبانو دسختې جگړې څخه وروستو دولايت په وردوج اولسوالۍ قبضه کړې ده.

هغه وويل زمونږ ځواکونو ته په وخت کومک ترلاسه نۀ شو، دطالبانو شمير ډير زيات ؤ نو ځکه زمونږ ځواکونه پشا شول

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې ده چې جگړه کې ٥٠ پوځيان وژل شوي اؤ دبدخشان ولايت يوه اولسوالۍ کې په ٢٨ چيک پوسټونو قبضه شوې ده.

خو دطالبانو ددغه دعوې دازادو سرچينو څخه پخلى نۀ دى شوى.

دحکومتي بيان ترمخه دا بريد هاغه وخت پيل شو کله چې طالب جنگيالو په څو کليو کې په چيک پوسټونو چاپې ووهلې اؤ دکومک دلارې په بندولو سره يې غرمه مهال وروستو قبضه وکړه.

دې جگړه کې لږ ترلږه دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې بې درکه دي.

په عين حال کې دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس وينا ده چې دطالبانو نوي مشر ملا اختر منصور وئيلي دي چې په شمالي ښار کندوز قبضه علامتي فتح وه چې ورڅخه دجنگيالو دطاقت اندازه کيږي ، که هر څو طالبانو درې ورځې وروستو دښار څخه خپل جنگيالي ويستلي وؤ.

ملا اختر منصور سږکال دجولا ئي په مياشت کې دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر دمړينې دخبر مخې ته دراتللو څخه وروستو دطالبانو نوى مشر ټاکل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG