لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د امريکې دوره


وزيراعظم نوازشريف به امريکايي صدر ته د پاکستان لخوا د ترهګرۍ په ضد جنګ او سيمه کې د امن د هڅو په اړه احوال تېروي .
وزيراعظم نوازشريف به امريکايي صدر ته د پاکستان لخوا د ترهګرۍ په ضد جنګ او سيمه کې د امن د هڅو په اړه احوال تېروي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف به د روانې مياشتې (اکتوبر) په ۲۰ نېټه د امريکا درې ورځنۍ دوره کوي او د امريکې صدر باراک اوباما سره به په دوه اړخيزه امورو خبرې اترې کوي .

د پاکستان د خارجه دفتروياند قاضي خليل الله په وينا وزيراعظم نوازشريف به امريکايي صدر ته د پاکستان لخوا د ترهګرۍ په ضد جنګ او سيمه کې د امن د هڅو په اړه احوال تېروي .

د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته په اوونيز بريفنګ کې وئيلي چې د نوازشريف د دورې په مهال به د دوه اړخيزه اړيکو، اقتصاد، سوداګرۍ، تعليم، صحت، دفاع د ترهګرۍ په ضد جګړه او ماحولياتي بدلون باندې بحث کولی شي .

هيله څرګنديږي چې د نوازشريف د سپينې ماڼۍ په خبرو کې به د پاکستان لخوا په افغانستان کې د امن پروسې د هڅو، او د اسلام اباد د جوهري پروګرام په اړه اندېښنو ته زياته توجه حاصله وي ، د پاکستان د جوهري پروګرام په اړه ناقدين په دې خيال دي چې د نړۍ تر ټولو په تېزۍ زياتې جوهري وسلې پاکستان جوړوي .

د پاکستان وزيراعظم يوه اوونۍ پس په داسې مهال د امريکې سفر کوي چې د زيارت په ورځ صدر باراک اوباما اعلان کړی چې په افغانستان کې به امريکايي عسکر په ځايې ساتي او واشنګټن په افغانستان کې د تل پاتې امن عمل ملاتړ کوي .

صدراوباما د پاکستان د نوم اخيستو پرته وئيلي د طالبانو او ترهګرو ټولې پټې ځالې بايد ضرور ختم شي .

نوموړي وئيلي " راتلونکې اوونۍ کې به زه د وزيراعظم نوازشريف کوربه يم او زه به په سيمه کې په ټولو فريقينو فشار اچوم چې طالبان بيرته د امن خبرو ته کښېنوي او په دغې لړ کې خپل کردار ادا کړي د کوم چې افغانان حقدار دي " .

د امريکې وتلې ورځپاڼې نيويارک ټائمز د زيارت په ورځ خپور کړي يو رپورټ کې وئيلي چې اوباما انتظاميه د پاکستان د جوهري پروګرام د محدود کولو په اړه غور کوي ، او په داسې مهال په واشنګټن کې په دې اړه بحثونه روان دي چې د پاکستان وزيراعظم راتلونکې اوونۍ کې د امريکا سفر کوي .

بل لور ته وئيل کيږي پاکستان به په نيوکليئر سپلائيرزګروپ (په کوم ګروپ کې شامل هېوادونه په باقاعده توګه نيوکليئر ټيکنالوجي بهر (ايکسپورټ) کوي) کې د شامليدو وړانديز کوي .

د پاکستان په کوربه توب د جولائۍ په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې چې پکې د امريکا او چين استازو هم ګډون کړی ؤ ، خو د خبرو دويم پړاؤ هغه وخت وځنډېدو چې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې خبر مخې ته راغلو .

نوازشريف تېره اوونۍ وئيلي ؤ چې حکومت يې بيا د افغان سولې خبرو بحالولو هڅې کوي او د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز روانه اوونۍ ميډيا سره خبرو کې وئيلي زر ده چې راتلونکو اوونو کې د افغانستان سولې خبرې بيرته بحال شي .

د خارجه دفتر وياند خليل الله د زيارت په ورځ وئيلي پاکستان د دواړو فريقو په صلاح د افغان سولې د خبرو د عمل بل پړاؤ کوربه توب ته تيار دی .

" مونږ په افغانستان کې د امن پلويان يو ځکه چې دا خپله د پاکستان دپاره هم ډېر مهمه خبره ده " .

نوموړي وئيلي " مونږ په لمړي ځل د خبرو د عمل کوربه توب کړی او که افغان حکومت اوغواړي د بل پړاؤ کوربه توب ته تل تيار يُو،هغه وئيلي مونږ په دې خبره يقين لرو چې د دې لارې افغانستان پرمخ تلی شي او هلته امن په ځايې کېدی شي" .

پاکستان باندې چې تورونه لګي طالب وسله وال د پاکستان خاوره کاروي او په افغانستان کې ترهګري کوي او افغان مشران په اسلام اباد زور راوړي چې دغه ملاتړ پرېږدي ، خليل الله يو ځل بيا دغه تورونه رد کړي دي .

" مونږ څو کرته دغه خبره کړې چې د پاکستان د ککړتوب د افغانستان تورونه بې بنياده دي، او د افغانستان په داخلي امورو کې مداخلت نه کول د افغانستان په اړه دا زمونږ د افغان پاليسۍ مهمه برخه ده او مونږ په دې خبره ټينګ ولاړ يُو چې خپله خاوره به د افغانستان په ګډون د بل کوم هېواد په ضد کارېدونه نه پرېږدو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG