لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې د جغتو ولسوال وژل شوی


د غزني صوبه چې د کابل او کندهار په لويه لار کې پرته ده ، طالب وسله والو پکې په ورستيو کې په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا کړي دي .
د غزني صوبه چې د کابل او کندهار په لويه لار کې پرته ده ، طالب وسله والو پکې په ورستيو کې په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا کړي دي .

د افغانستان په ختيزې صوبې غزني کې وسله والو طالبانو يو ولسوال سره د خپل ساتونکي وژلی دی .

د ځايي چارواکو په وينا نن د زيارت په ورځ د غزني د جغتو ولسوال محمدداؤد په خپل ګاډي کې د صوبې مرکز ته روان ؤ چې طالبانو پرې بريد کړی دی . او د ساتونکي سره يې وژلی دی .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د وژونکې حملې زمه واري قبوله کړې ده .

د غزني صوبه چې د کابل او کندهار په لويه لار کې پرته ده ، طالب وسله والو پکې په ورستيو کې په افغان امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا کړي دي .

څو ورځې وړاندې طالب وسله والو د هېواد په شمال ختيز کې پرتې د فارياب صوبې په غورماچ ولسوالۍ د ورختو په وخت ۲۲ پوليس وژلي او څو نور ژوندي نيولي وو .

چارواکو پخلی کړی چې د طالبانو په نيول شوؤ کسانو کې د ضلعې د پوليس مشر عبدالمجيد هم شامل دی او د هغوې کوم درک نه دی معلوم شوی .

په داسې مهال افغان چارواکو وئيلي چې امنيتي سرتېرو يې د هلمند صوبې په مرکز لشکرګاه باندې د وسله والو بريد په شا تمبولی دی ، او د تودې جګړې نه پس يې علاقه په خپله ولقه کې اخيستې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG