لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دروسيې فضائي بريدونو کې ٤٠٠ کسان وژل شوي،راپور


وژل شوؤ کې اولسي وگړو کې ٣٦ ماشومان اؤ ٣٤ ښځې شاملې دي.
وژل شوؤ کې اولسي وگړو کې ٣٦ ماشومان اؤ ٣٤ ښځې شاملې دي.

راپورونه وائي شام کې دروس لخوا ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې تر دې مهاله خواؤشا ٤٠٠ کسان وژل شوي چې پکې دريمه برخه اولسي وگړي دي،روسيې شام کې دغه بريدونه درې اوونۍ دمخه پيل کړي وؤ.

برطانيه کې قائمېسيرين آبزرويټري فور هيومن رائټس څوک چې شام کې دموجودو خپلو فعاله کارکوونکو داطلاعاتو په اساس راپور ورکوي، دنهې په ورځ وئيلي دي چې دتيرو دريوؤ اوونو په مهال په سلگونو روسي فضائي حملې شوي چې پکې ٣٧٠ کسان وژل شوي، چې پکې دداعش د٢٤٣ ياغيانو ترڅنگ شام کې دالقاعده ډله، انصره محاذ، هم شامل دى اؤ ١٢٧ اولسي وگړي وؤ.

دغه ډلې وئيلي دي چې وژل شوؤ کې اولسي وگړو کې ٣٦ ماشومان اؤ ٣٤ ښځې شاملې دي.

روس دتيرگل په ورځ دلتاکيه صوبې په جبل الکراد سيمه کې ياغيان په نخښه کړي وؤ، دروس فضائي بريدونو کې لږ ترلږه ٤٥ کسان وژل شوي وؤ چې پکې ياغي کمانډر باسل زمو شامل دى، څوک چې دشام دصدر بشارالاسد دپوځ پخوانى عسکر ؤ، دغه راپور آبزرويټري اؤ دسيمه ييزو رابطو کميټو ورکړى، کومه چې دفعاله کارکوونکو په څارنه کې کارکوونکې يوه بله ډله ده.

دغو فضائي بريدونو کې په شلگونو کسان ژوبل شوي هم وؤ.

روس وائي تندروه ډله داعش اؤ نور ترهه گر په نخښه کوي، خو دشام ياغيان اؤ دهغوي پلويان په روس دمعتدلو ياغيانو دپه نخښه کولو تور لگوي اؤ وائي چې ددغو بريدونو مقصد دشامي صدر بشالاسد دحکومت مټې مضبوطول دي.

دشام دستونزې دا څلورم کال روان دى اؤ دې شخړه کې تر دې مهاله 250000 کسان وژل شوي، د١٠ؤ لکو څخه زيات ژوبل شوي اؤ په لويې شمير کې خلک بې کوره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG