لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:طالبانو د تخار صوبې درقد ضلع نېولې


د ضلعې نيول کېدو په مهال څلور امنيتي عسکر او يو شمېر طالبان هم وژل شوي دي .
د ضلعې نيول کېدو په مهال څلور امنيتي عسکر او يو شمېر طالبان هم وژل شوي دي .

د افغانستان په شمال خيتز کې د تخار ولايت (صوبې) لرې پرته درقد ولسوالي (ضلع) طالب وسله والو نيولې ده .

د تخارد امنيتي مشر وياند عبدالخليل اسير وئيلي نن د شورو په سهار وختې طالبانو په درقد ضلع حمله کړې او ضلع يې په خپله ولقه کې اخيستې ده .

نوموړي وئيلي په ضلع کې ملي او محلې پوليس موجود ؤ چې کره شمېره يې نه ده وئيلي ، خو زياته کړې يې ده پوليس د ضلعې بيرته نيولو دپاره منصوبه بندي کوي .

د افغان خبري ادارې پژواک ترمخه د ضلعې نيول کېدو په مهال څلور امنيتي عسکر او يو شمېر طالبان هم وژل شوي دي .

خبري اداره د تخار د چارواکو له قوله وايي چې امنيتي ځواکونوپه تکنيکي توګه شاته تګ کړی دی او که څه وخت وغواړي ضلع بيرته نيولی شي .

د تخار د ګورنر وياند سنت الله تيمور وئيلي چې په درقد کې د 200 نه زيات ملي او محلې پوليس موجود وو ، خو د دشت ارچي ضلعې نه هم طالبان درقد ته اوختي او په ضلع يې ډله ييز بريد کړی دی .

نوموړي وئيلي په ضلع د جګړې په مهال پينځه محلي پوليس وژل شوي دي .

طالبانو وئيلي د درقد د نيولو په جګړه کې دولس پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي .

تخار د افغانستان په شمال ختيزکې تاجکستان سره پرته صوبه ده چې ختيز لوري ته يې بدخشان، جنوب ته پنجشېر او لوئيديز ته کندوز او بغلان صوبې پرتې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG