د روس د مسافرو الوتکه چې د خالي په ورځ د مصر د سينا په علاقه کې تباه شوې وه په الوتکه کې د 24 ماشومانو او جهاز د کارمندانو په ګډون ټول 224 مړه شوي دي .
دغه الوتکه چې د شرم الشيخ نه د روس سينټ پيټرزبرګ ته په الوت وه يواځې د 23 منټه پرواز کولو نه پس يې د کنټرول ټاور سره رابطه ختمه شوې وه .
راپورونه وايي په الوتکه کې د سورو زياترو مسافرو تعلق د روس سره وو ، او په روس کې نن د اتوار په ورځ په دغه پېښه ماتم کولی شي .
د روس او مصر تفتيش کار د خالي په ورځ د مصر جزيره نما علاقې سينا ته رسېدلي او د تباه شوې مسافر الوتکې د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
بل لور ته تُندروه ډلې داعش د مسافر الوتکې ويشتو ادعا کړې خو د روس د ټرانسپورټ وزير ميکسم سوکولوف وئيلي دا ادعا رښتيا نه شي کېدی .
د مصر د پوځ وياند محمدسمېر هم دغه ادعا کړې ده او وئيلي يي دي تُندلاري چې څه بيان وغواړي جاري کوي يې خو داسې کوم شواهد نشته چې د الوتکې د تباهۍ زمه وار دغه ډله ده او پوځ ته په دغو ادعاؤ کې کوم حقيقت په نظر نه راځي .
تفتيش کار د الوتکې تباه کېدو جاج اخلي چې دا د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلې يا بل څه علت دی .
چارواکو وئيلي د دغه الوتکې د روس د الوت دپاره د تيارؤنکو کارمندانو نه هم پلټنې کولی شي .
روس د ستمبر په مياشت کې د داعش په ضد فضائي بمبارۍ پېل کړي او د هغې نه پس تُندلارو ډلو وئيلي د روس مفادات به په هدف کوي ، خو پوهان په دې نظر دي چې هغويې نه ګڼي چې تُندلارو سره به داسې وسله وي چې په 30 زره فټه اوچتوالي باندې به الوتکه په نښه کولی شي .
د جرمني او فرانس د هوابازۍ کمپنو وئيلي د تحفظ په خاطر به د سينا د لارې الوت نه کوي .