لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ښځه سنگسار کړل شوې ده


 دميډيا راپورونو کې دافغانستان دغور ولايت دوالي وياند عبدالحئ خطيبي له خُلې دشورو په ورځ وئيل شوي دي چې ٢٢ کلنه رخسانه په يوه کنده کې اودرول شوې وه اؤ په کاڼو دويشتلو په ترڅ کې وژل شوې ده.
دميډيا راپورونو کې دافغانستان دغور ولايت دوالي وياند عبدالحئ خطيبي له خُلې دشورو په ورځ وئيل شوي دي چې ٢٢ کلنه رخسانه په يوه کنده کې اودرول شوې وه اؤ په کاڼو دويشتلو په ترڅ کې وژل شوې ده.

افغانستان کې دطالبانو تر اثرورسوخ لاندې سيمه کې دزنا په تور يوه ښځه سنگسار کړل شوې اؤ وژل شوې ده.

دميډيا راپورونو کې دافغانستان دغور ولايت دوالي وياند عبدالحئ خطيبي له خُلې دشورو په ورځ وئيل شوي دي چې ٢٢ کلنه رخسانه په يوه کنده کې اودرول شوې وه اؤ په کاڼو دويشتلو په ترڅ کې وژل شوې ده.

دبرطانوي خبري شبکې ترمخه دې لړ کې د٣٠ؤ سيکنډو يوه ان لا ئن ويډيو کې ليدل کيدى شي چې يوه ښځه په يو ميدان کې موجوده کنده کې اودرول شوې اؤ دغلته موجود ځينې سړي په دغه ښځې کاڼي وروي، ددغه ښځې چنغول په کوړو وهل شوى دى.

ددغه ښځې پيژندگلو د١٩ؤ څخه تر ٢١ؤ کلونو پورې عمر لرونکې رخسانې په نوم سره شوې ده.

دميډيا راپورونه وائي دغه پيښه دافغانستان دغور ولايت په فيروز کوه سيمه کې په ٢٤م اکتوبر دطالبانو دقبضې لاندې سيمه کې رامينځته شوې ده.

په دغه اړه جوړه کړل شوې ويډيو دريډيو فري يورپ له لوري جاري کړل شوې کومه چې دغلته موجودو خلکو جوړه کړې ده.

ولايتي چارواکو خبري ادارې اى ايف پي ته وئيلي دي چې دغه ځوانه ښځه رخسانه دطالبانو دسيمه ييزو مذهبي مشرانو اؤ وسله والو جنگيالو په موجودگۍ کې سنگسار کړل شوې ده.

دولايتي والي سيما جوئندا ترمخه دکورنۍ غړو درخسانې وادۀ دهغې دمرضۍ خلاف کول غوښتل.

له دې وړاندې دسږکال په پيل کې کابل کې دپاريدلو خلکو يوې ډلې دقران پاک په شکمن سپکاوي دفرخندې په نوم يوه ٢٧ کلنه ښځه په کاڼو ويشتلې، په ډنډو وهلې اؤ وروستو يې ژوندۍ سوځولې وه.

ددغه پيښې مخې ته دراتللو څخه وروستو په نړيواله کچه افغانستان کې دښځو دحالت لړ کې انديښنې څرگندې کړل شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG