لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونس خان د يو ورځني کرکټ نه ریټائر شو


د يونس خان په کپتانۍ کې د پاکستان کرکټ ټيم په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټيونټي نړيوال کپ ګټلی ؤ، او په ټسټ کرکټ کې تر ټولو زياتو رنزونو جوړولو ريکارډ هم هغه په خپل نوم کړی دی .
د يونس خان په کپتانۍ کې د پاکستان کرکټ ټيم په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټيونټي نړيوال کپ ګټلی ؤ، او په ټسټ کرکټ کې تر ټولو زياتو رنزونو جوړولو ريکارډ هم هغه په خپل نوم کړی دی .

د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان، تکړه بېټسمېن او د پاکستان په ټيسټ کرکټ کې تر ټولو د زياتو رنزونو ريکارډ جوړؤنکي يونس خان د يو ورځني کرکټ نه د ریټائیرمنټ اعلان وکړو.

يونس خان د يو ورځني کرکټ نه نن د شورو په ورځ په دوبۍ کې په داسې مهال د ریټائرمنټ اعلان وکړو چې د انګلېنډ د کرکټ ټيم په ضد خپل اخرني يو ورځني مېچ کې لوبيږي .

۳۷ کلن يونس خان د استعفی د اعلان په مهال ووئيل د خپلې کورنۍ او دوستانو سره د صلاح وروستو يې د ريټائرډمنټ اخيستو فېصله وکړه .

نوموړي په کال ۲۰۰۲م کې د سري لنکا په ضد د يو ورځني کرکټ پېل کړی ؤ او نن د انګلېنډ په ضد ۲۶۵م نړيوال مېچ کې اخرنۍ لوبه کوي .

يونس خان د يو ورځني کرکټ په خپل ۱۶ کاله کيريئر کې د اووه سنچريانو (۱۰۰) او ۴۸ نصف سنچريانو (۵۰) په مدد سره ټول ۷۲۴۰ رنزونه جوړ کړي دي .

د يونس خان په کپتانۍ کې د پاکستان کرکټ ټيم په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټيونټي نړيوال کپ ګټلی ؤ .

هغه په ورستيو کې د پاکستان په ټسټ کرکټ کې تر ټولو زياتو رنزونو جوړولو ريکارډ هم په خپل نوم کړی دی . او په ۱۰۴ ټيسټ مېچونو کې يې د ۳۱ سنچريانو او ۳۰ نصف سنچريانو په مدد ۹۱۱۶ رنزونه جوړ کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG