لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا دبجلۍ خالصه ګټه 19 اربو روپو ته سیوا کړل شوه


د خیبرپښتونخوا کلیزه برخه د شپږو اربو روپو څخه غځولې اؤ څه کم 19 اربه روپۍ یې ټاکلې ده.
د خیبرپښتونخوا کلیزه برخه د شپږو اربو روپو څخه غځولې اؤ څه کم 19 اربه روپۍ یې ټاکلې ده.

په پاکستان کې د بریښنایي توان واکمني ادارې نپرا د بجلۍ خالصه ګټه کې د خیبرپښتونخوا کلیزه برخه د شپږو اربو روپو څخه غځولې اؤ څه کم 19 اربه روپۍ یې ټاکلې ده.
خیبرپښتونخوا د پاکستان هاغه یوازینۍ صوبه ده چې د ټول هیواد په پرتله زیاته بجلي پیدا کوي اؤ کمه خرچ کوي اؤ تر دې مهاله د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې د صوبې حکومت اؤ بیلابیلو سیاسي ګوندونو د مرکز څخه پرله پیسې د اضافې غوښتنې کولې .
د جمعې په ورځ د نیشل الیکټرک پاور اټهارټي ریکولیټري یا نیپرا له لوري جاري شوي یو بیان کې وئیل شوي چې اوس به خیبر پښتونخوا ته هرکال د بجلۍ د خالصې ګټې په مد کې 18.7 اربه روپۍ ورکړل کیږي .
په خالصه ګټه کې د اضافې دغه منظوري د پاکستان د بجلۍ اؤ اوبو د وزارت اؤ د خیبرپښتونخوا د حکومت ترمینځه د روان کال په پیل کې د شوي یو تړون په اسان نیپرا دغه د واپدا له طرفه په دائر کړل شوي یو درخواست کړې ده.
په دغه لړ کې د بریښنایي توان په واکمنه اداره کې دخیبر پښتونخوا حکومت هم یو درخواست دائر کړی ؤ. چې روان کال د ستمبر په میاشت کې ددغه مقدمې د اولسي سماعت یا اوریدنې په موقعه د صوبې وزیراعلی پرویز خټک د خپلې صوبې وکالت پخپله کړی ؤ اؤ په کوټلو دلائیلو سره یې د صوبې د بجلۍ خالصه ګټه کې اضافه د صوبې حق ثابت کړی ؤ.
دخیبر پښتونخوا حکومت دا دړکه هم کړې وه چې که د بجلۍ خالصه ګټه ورته زیاته نکړل شي نو د سپریم کورټ مخه به وکړي اؤ خپل کیس به په قانوني ډول په وړاندې بوځي.
د فیصلې له مخې د نیپرا له لوري د واپډا د بجلۍ ټاکلي نرخ کې په لمړي کال 16 اؤ له دې وروستو دپاره 34فیصده اضافه شوې یعنې په اول کال به د میاشتې په حساب سره د یو کلو واټ بجلۍ فسکډ نرخ د 633 روأو نه 732 روپو ته سیوا کولی شي اؤ بیا به د نورو کلونو دپاره دغه نرخ 849 روپۍ وي.
دخیبرپښتونخوا وزیراعلي پرویز خټک په دغه پریکړه د خوشحالۍ څرګندونه کړې اؤ دا یې د صوبې دپاره یوه لویه کامیابي ګرځولې ده
په خپل یو بیان کې د وزیراعلي پرویز خټک وئیلي د هغه حکومت ددغه مقدمې دپاره کوټلې تیاري کړې وه اؤ دا چې اوس فیصله د خیبرپښتونخوا په حق کې وشوه په دې د صوبې ټول اولس د مبارکۍ وړ دی.
هغه د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې اوس سم د واره په دغه پریکړه عملدرامد باوري کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG