لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېرس حملې به بهرملکونو کې دپاکستانيانو ستونزې سېوا کړي، چوهدري نثار


چوهدري نثار علي خان دغه بيان د جمعې په ورځ پېرس کې د شوؤ حملو نه پس جاري کړی دی ،

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي پېرس کې د ترسره شوؤ ترهګرو بريدونو نه پس به په بهر ملکونو کې د پاکستانيانو ستونزې زياتې شي .

چوهدري نثار علي خان دغه بيان د جمعې په ورځ پېرس کې د شوؤ حملو نه پس جاري کړی دی ، پېرس کې ترسره شوؤ حملو کې د ۱۳۰ نه زيات کسان وژل شوي او زمه واري يې داعش قبوله کړې وه .

د کورنو چارو مرکزي وزير په بيان کې وئيلي چې د ترهګرۍ نه پس انساني اسمګلنګ (قاچاق) تر ټولو غټه مسله ده ، او مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای ته يې د دغه جرم په اړه په ۴۸ ساعتونو کې د رپورټ وړاندې کولو هدايات ورکړي دي .

د داخله وزارت لخوا د باندنيو چارو وزارت او اېف ائي ای ته وئيل شوي چې په ګډه يوه داسې پاليسي او د راتلونکې دپار تګ لاره جوړه کړي ، چې په بهر ملکونو کې د پاکستانيانو سره د غېرقانوني چلند په وخت د هغويې سره مدد وکړی شي .

چوهدري نثار وئيلي د ترهګرۍ نه پس انساني قاچاق په بهر ملکونو کې د پاکستان د بدنامۍ سبب جوړ دی ، د دغه جرم د نوغي ويستو دپاره دې اېف ائي ای کلک ګامونه پورته کړي .

د کورنو چارو مرکزي وزير وئيلي په بهر ملکونو کې پاکستانيان زمونږ اثاثه ده ، او دا زمونږ زمه واري ده چې پاکستانيان د بې وجې مشکلاتو نه بچ کړو .

د چوهدري نثار دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د جمعې په ورځ پېرس کې د شوؤ حملو نه پس پوليس وئيلي چې د يو ترهګر د مړي سره نزدې ورته د شام د يو کس پاسپورټ په لاس ورغلی دی ، او د هغې نه پس په غرب کې دا بحث شورو شوی چې په ممکنه توګه په غېرقانونه توګه اوړېدونکي په ترهګرۍ کې ککړ وي ، او داسې اوازونه راپورته شوي دي چې د غېرقانونه اوړېدونکو لارې دې ونيول شي .

XS
SM
MD
LG