لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان او باجوړ بمي چاؤدنو کې يو عسکر وژل شوی، څلور ژوبل


په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد په کال ۲۰۰۹م کې پوځي اپرېشن شوی ؤ .
په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد په کال ۲۰۰۹م کې پوځي اپرېشن شوی ؤ .

د پاکستان په قبائيلي سيمو جنوبي وزيرستان او باجوړ ايجنسۍ کې نن د اتوار په ورځ د پوځ او ملېشې په سرتېرو دوه بمي چاؤدنې شوي چې په نتيجه کې يې يو پوځي عسکر وژل شوی او د پوځ او ملېشې څلور سرتيري ژوبل شوي دي .

راپورونه د امنيتي چارواکو د قوله وايي چې د جنوبي وزيرستان په سروکۍ سيمه کې پوځي کاروان د معمول په ډيوټۍ ؤ چې د ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه پرې شوې ده .

امنيتي چارواکو وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد په کال ۲۰۰۹م کې پوځي اپرېشن شوی ؤ ، خو په سيمه کې اوس هم په امنيتي ځواکونو د حملو پېښې رامنځته کيږي .

بل لور ته نن د اتوار په ورځ د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د ملېشې په ځواک د سړک غاړې ته ښځ يو بم په چاؤدنه کې دوه سرتيري ژوبل شوي دي .

د باجوړ ايجنسۍ د چارواکو په وينا د ملېشې په عسکرو د ناوګۍ تحصيل په کمانګرا علاقه کې په داسې مهال بمي چاؤدنه شوې ، چې سرتيري په علاقه کې د ګشت په ډيوټۍ مامور وو .

د ميډيا راپورونو ترمخه د دغه چاؤدنې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG