لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثناالله زهري د بلوچستان نوی وزيراعلی نومول شوی


د " مري تړون" لاندې وزيراعظم د خپلو سياسي اتحاديانو سره د صلاح وروستو د مسلم ليګ (ن) ډلې صوبايي صدر سردار ثناالله زهري د بلوچستان نوی وزيراعلی نومولی دی .
د " مري تړون" لاندې وزيراعظم د خپلو سياسي اتحاديانو سره د صلاح وروستو د مسلم ليګ (ن) ډلې صوبايي صدر سردار ثناالله زهري د بلوچستان نوی وزيراعلی نومولی دی .

د پاکستان لويئديزي جنوبي صوبې بلوچستان کې د يو سياسي تړون لاندې د وزيراعلی چوکۍ د عبدالمالک بلوچ نه سردار ثناالله زهري ته ورکول کيږي .

د زيارت په ورځ د وزيراعظم نوازشريف د دفتر جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د " مري تړون" لاندې وزيراعظم د خپلو سياسي اتحاديانو سره د صلاح وروستو د مسلم ليګ (ن) ډلې صوبايي صدر سردار ثناالله زهري د بلوچستان نوی وزيراعلی نومولی دی .

په بيان کې وئيل شوي چې وزيراعظم هيله مند دی چې نوی نومول شوی وزيراعظم به د صوبې (بلوچستان) د امنيت يقيني کولو په لړ کې کردار ادا کړي او مرکزي حکومت به د صوبې د ترقۍ دپاره پوره مرستې کوي .

د کال ۲۰۱۳م د عامو انتخاباتو نه پس بلوچستان کې د صوبايي چوکو ترلاسه کوؤنکو درې سياسي ډلو ( مسلم ليګ ن ، نيشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) ترمينځ د " مري تړون" په نوم يوه معاهده شوې وه .

د دغه تړون ترمخه د صوبې لمړی وزيراعلی به د نيشنل پارټۍ وي او د پينځه ؤ کالو مودې د نيمائۍ نه پس به دغه چوکۍ مسلم ليګ ن ته ورکولی شي . او بيا د نيشنل پارټۍ عبدالمالک بلوچ د کال ۲۰۱۳م په جون کې بغېر د کومې مقابلې نه وزيراعلی منتخب شوی ؤ .

د مري تړون لاندې د وزيراعلی د بدلون دپاره د دسمبر څلورمه نېټه ټاکل شوې وه او د مرکزي حکومت لخوا په دغه لړ کې د پرمختګ نه کېدو په اړه مختلف بيانونه مخې ته راتلل هم شورو شوي وو .

د عبدالمالک بلوچ په مشرۍ کې د کړکېچ سره مخ صوبه بلوچسان کې د امنيت په ځايې کېدو دپاره ګامونه پورته کړی شوي چې له امله يې په دغه صوبه کې د امنيت په وضع کې ښه بدلون هم مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG