لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق دې دداعش په ضد جگړه تُنده کړي،ايش کارټر

 دشورو په ورځ دعراق دغيراعلانيه دورې په مهال بغداد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دامريکا ددفاع وزير وويل عراقي قيادت سره ليدنو کې په هغوي دامريکا اؤ ايتلافيانو دا خواهش واضحه کړى چې عراق ته به دداعش په ضد فعاله کردار ادا کول وي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر په عراقي مشرانو زور راوړى دى چې دتندروه ډلې داعش په ضد دې خپلې هلې ځلې تُندې کړي.

دشورو په ورځ دعراق دغيراعلانيه دورې په مهال بغداد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دامريکا ددفاع وزير وويل عراقي قيادت سره ليدنو کې په هغوي دامريکا اؤ ايتلافيانو دا خواهش واضحه کړى چې عراق ته به دداعش په ضد فعاله کردار ادا کول وي.

دايش کارټر ددغه دورې مقصد دداعش په ضد دروان مهم دنور موثرو کولو په غرض سيمه کې دامريکا دائتلافيانو سره خبرې اترې کول دي.

ايش کارټر بغداد کې دعراق وزيراعظم حيدرالعبادري اؤ خپل عراقي سيال خالد العبيدي سره ليدنې کړي دي.

دليدنو څخه وروستو خبريالانو ته دامريکا ددفاع وزير وويل دواړو مشرانو سره ليدنو کې دداعش تر قبضې لاندې عراقي ښار رمادي باندې دعراقي حکومت دمکملې قبضې اؤ زر تر زره دموصل په لوري په پرمختگ خبرې شوي دي.

هغه وويل دامريکا دداعش دخاتمې مشن کې د عراقي ځواکونو مرسته کې اضافه کول غواړي.

دبغداد ددورې په مهال ايش کارټر عراق اؤ شام کې دداعش په ضد دجگړې دڅارنيز امريکائي جنرال سين مک فارلينډ سره هم ليدنه کړې ده چې پکې دتندروه ډلې په ضد دائتلافي هيوادونو دکارروائيو په تيزولو خبرې شوي دي.

دعراق ددورې څخه دمخه ايش کارټر ترکي ته تللى ؤ چرته چې هغه په ترک قيادت زور راوړى ؤ چې هغوي دې دداعش په ضد کارروائيو لپاره بين المللي ائتلاف ته نوره فضائي اؤ ځمکنۍ مرسته ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG