لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وائي شوال اؤ تيراه کې يې ٢٣ جنگيالي وژلي


 دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې ١٧ جنگيالي وژل شوي اؤ دخيبرايجنسۍ په تيراه کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې ١٧ جنگيالي وژل شوي اؤ دخيبرايجنسۍ په تيراه کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه اؤ دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دجنگي الوتکو لخوا ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې لږ ترلږه ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دائى ايس پي ار په يو بيان کې وئيل شوي دي چې دپاک افغان پولې سره نزدې شوال اؤ خيبرايجنسۍ کې دترهه گرو دځالو په نخښه کولو لپاره فضائي بريدونه ترسره شوي چې په نتيجه کې يې دترهه گرو شپږ ځالې تباه شوي ،٢٣ جنگيالي وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې ١٧ جنگيالي وژل شوي اؤ دخيبرايجنسۍ په تيراه کې شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده تيراه کې دوژل شوؤ جنگيالو تعلق دتندروه ډلو تحريک طالبان پاکستان اؤ لشکر اسلام سره ؤ.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه دغه کارروايۍ کې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

څو ورځې وړاندې هم دتيراه په راجگال اؤ سپري سيمه کې فضائي کارروائي شوې وه چې پکې شپږ جنگيالي وژل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

پوځ خيبرايجنسۍ څخه داکتوبر په مياشت کې دپيل کړل شوؤ عملياتو په نتيجه کې دجنگيالو دختمولو اعلان کړى ؤ خو سيمه کې اوس هم وخت په وخت دپوځ لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو دبمبارۍ اطلاعات ترلاسه کيږي.

تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پوځ اؤ حکومت هيواد کې دتندلارو په ضد عملياتو کې تر ډيره حده اضافه راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG