لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل به روانه مياشت کې دکابل دوره کوي

 اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال سرتاج عزيز وويل چې دراتلونکي کال دجنورۍ په پيل کې به افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي په اړه دڅلورو هيوادونو پاکستان، افغانستان، امريکا اؤ چين په استازو دمشتملې سټئيرنگ کميټۍ غونډه کيږي.

دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو مشاور سرتاج عزيزوئيلي دي چې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به روانه مياشت کې دکابل سفر کوي.

اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال سرتاج عزيز وويل چې دراتلونکي کال دجنورۍ په پيل کې به افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي په اړه دڅلورو هيوادونو پاکستان، افغانستان، امريکا اؤ چين په استازو دمشتملې سټئيرنگ کميټۍ غونډه کيږي.

هغه وويل دروانې مياشتې دختميدو څخه دمخه به دپوځ مشر(جنرل راحيل شريف) افغانستان ته ځي خو له دې وړاندې مونږ دڅلورو هيوادونو يوه تگلاره جوړه کړې وه، فکر کووم چې دجنورۍ په لمړۍ اوونۍ کې به ددې غونډه کيږي ، دې کې به ددې خبرې جاج اخستل کيږي چې مذاکرات چرته کيدل پکار دي، په کومو شرطونو کيدل پکار دي اؤ په کومه طريقه کيدل پکار دي

دپاکستان دپوځ سرلښکر به دکابل دغه دوره په داسې حال کې کوي چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو بحالۍ لپاره هڅې روانې دي.

دسرتاج عزيز وينا وه چې دپوځ دسرلښکر دکابل دغه دوره به زياته مهمه وي.

هغه وويل لمړۍ خبره دا ده چې دپوځ سرلښکر دورې کوي اؤ په دې کې په پوځي کچه دمرستې اؤ استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه کيږي اؤ په پوله په ځانگړې توگه زياتې ستونزې دي اؤ ظاهره ده دجوړجاړي عمل کې چې کوم امکانات اؤ مشکلات دي په دې خبرې کيدى شي ، نو دا به ډيره گټوره وي

په ډاگه دې وي چې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه مياشت کې دافغانستان په اړه دايشياء دزړۀ دکانفرنس په موقع دافغان جوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دڅلورو هيوادونو په سټئيرنگ کميټۍ جوړولو اتفاق شوى ؤ چې پکې پاکستان، افغانستان، امريکا اؤ دچين استازي شامل دي.

اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع ددغو څلورو واړو هيوادونو يوه مهمه غونډه ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف، دافغانستان صدر اشرف غني، دچين خارجه وزير وانگ ژي اؤ دامريکا دبهرنو چارو مرستيال وزير انتهوني بلنکن دخپلو هيئتونو مشري کړې وه.

سږکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ په لمړي ځل نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ چې پکې دامريکا اؤ چين استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

خو تراوسه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې افغان مذاکرات به کله ممکن شي خو پاکستاني چارواکي وائي دغه لړ کې کار پيل شوى دى.

دافغانستان صدر اشرف غني هم پخپل يو اوسني بيان کې وئيلي وؤ چې دمذاکراتو پلوي طالبانو سره به سنجيده مذاکرات ډير زر پيل شي اؤ کومې نتيجې ته به ورسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG