لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي: د داعش په ضد فلم جوړؤنکی وژل شوی


د دغې پېښې په اړه د ترکي پوليس او  تُندروه ډلې څه نه دي وئيلي .
د دغې پېښې په اړه د ترکي پوليس او  تُندروه ډلې څه نه دي وئيلي .

شام او عراق کې د فعاله تُندوره ډلې داعش په ضد دستاويزي فلم جوړولو دپاره مشهور د شام فلم جوړؤنکی د ترکي په اي انتيب ښار کې په ډزو وژل شوی دی .

د بشري حقونو تنظيم د چا دپاره چې فلم جوړؤنکي ناجي جرف کار کولو ، په داعش ډله د دغه وژنې تور لګولی دی .

د راپورونو ترمخه ناجي د شام پولې ته نزدې د ګڼې ګوڼې په علاقه کې ؤ چې د هغه په خوا تېرېدونکي ګاډي نه پرې ډزې شوي او وژل شوی دی .

د دغې پېښې په اړه د ترکي پوليس او تُندروه ډلې څه نه دي وئيلي .

ناجي د دوه بچو پلار ؤ او دا وخت هغه د داعش په ضد فلم جوړولو باندې کار کولو ، هغه په شام کې د يوې مجلې مدير هم ؤ .

د ناجي تعلق د يو جائزه ګټونکې ډلې " رقه په خاموشۍ قتل کړی شو" سره ؤ .

د ترکي په جنوب کې د اکتوبر په مياشت کې د دغه ډلې د يو بل غړي ابراهيم عبدالقادر نه سر غوڅ کړی شوی ؤ ، د دغه پېښې شک هم په داعش باندې کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG