د يمن حکومت پلوه جنګيالو وئيلي چې د القاعده يو مهم مشر يې د دوه نورو وسله والو سره وژلی دی .
د ابو انور په نوم مشهور د علي عبدالرب بن طالب په اړه وئيل کيږي چې هغه د يمن غټې صوبې حضرموت کې د القاعده لخوا د جوړ عدالت مشر ؤ ، دغه زياتره علاقه د تُندلارې ډلې په ولقه کې ده .
د يمن چارواکو وئيلي ابوانور هغه وخت په هدف شوی چې کاروان يې د ملک جنوبي ښار عدن پله روان ؤ .
يمن کې د خانه جنګۍ نه د فائدې پورته کولو په ترڅ کې القاعده او د دغه ډلې سره نورو اړونده تنظيمونو په وروستيو کې په سرکاري چارواکو او حکومت پلوه کسانو باندې بريدونه سېوا کړي دي .
واشنګټن په يمن کې د القاعده څانګه د دغه ډلې تر ټولو خطرناکه برخه ګرځولې ده .
په يمن کې هغه وخت د اړي ګړی حالات جوړ شو چې کله په ستمبر ۲۰۱۴م کې حوثي ياغيانو د ملک پلازمينه صنعا په خپله ولقه کې واخيستو، او صدر منصورهادي چې د وړاندې نه عدن ته منتقل شوی ،وروستو بيا سعودي عرب ته لاړو .
د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد لخوا د فضايي عملياتو په ملاتړ د يمن ځواکونو عدن بيرته په خپله ولقه کې اخيستی ، ولې پلازمينه صنعا اوس هم د ياغيانو په ولقه کې دی .
په يمن کې د فضايي حملو او ځمکنو جګړو په نتيجه کې تر اوسه پورې شپږ زره کسان وژل شوي دي .
د ملګرو ملتونو ترمخه يمن کې خواؤشاه ۸۰فيصده ابادي خوراک او نورو بنيادي اسانتياؤ ته سخته اړتيا لري .