لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشيعه عالم له تيزندي کولو وروستو تهران کې دسعودي په سفارت خانه حمله


 شيخ نمر ته په کال ٢٠١٤م کې بغاوت اؤ نورو جرمونو کې دمرگ سزا اورول شوې وه.
شيخ نمر ته په کال ٢٠١٤م کې بغاوت اؤ نورو جرمونو کې دمرگ سزا اورول شوې وه.

دسعودي عرب لخوا نامتو شيعه عالم شيخ نمر النمر ته دمرگ دسزا ورکولو وروستو دسيمې دشيعه مسلمانانو له لوري احتجاج کولى شي اؤ تهران کې مظاهره چيانو دسعودي عرب په سفارت خانه حمله کړې ده.

دخالي په ورځ سعودي عرب دشيم نمر په گډون د٤٧ؤ کسانو دمرگ په سزا عمل درامد کړى ؤ، شيخ نمر دسعودي دشاهي کورنۍ سخت ناقد اؤ دهيواد ختيزو سيمو کې دشيعه مسلمانانو په حق کې غږ پورته کوونکى شخص ؤ.

شيخ نمر ته په کال ٢٠١٤م کې بغاوت اؤ نورو جرمونو کې دمرگ سزا اورول شوې وه.

شېخ نمر په کال ۲۰۱۱م کې د شيعه ډلې لخوا د سعودي عرب په خيتزه سيمه کې د حکومت مخالفه مظاهرو مرکزي کردار ؤ ، شيعه اقليت ادعا کوي چې په سعودي کې دويې پسمانده ساتل کيږي او د نظرانداز کېدو شکايت کوي .

امريکا خبردارى ورکړى چې دشيعه عالم دمرگ په سزا عمل درامد سره به سيمه کې فرقه وارانه تاؤتريخوالي کې اضافه کيږي.

دخارجه محکمې وياند جان کربي يو بيان کې وئيلي دي چې دشيعه عالم نمر دمرگ په سزا انديښنه لري اؤ زياته کړې يې ده په داسې وخت کې چې دتاؤتريخوالي په سمدستي توگه دکمولو ضرورت دى ددې دنور سيوا کيدو انديښنه ده.

دشيعه مسلمانانو اکثريت لرونکي هيواد ايران څو ځله سعودي عرب ته دنمر دبخښلو خواست کړى ؤ خو اوس دهغه دمرگ په سزا دعمل درامد وروستو دتهران لخوا سخت ردعمل څرگند کړل شوى اؤ وئيل شوي چې سعودي عرب ته به ددې دروند قيمت ادا کول وي.

تهران کې دبهرنو چارودوزارت وياند حسين جابر انصاري په سعودي عرب سيمه کې فرقه وارانه تاؤتريخوالي ته دهوا ورکولو تور لگولى.

دسعودي دخارجه وزارت ترجمان منصور بن ترکي دايران ردعمل غيرذمه وارانه گرځولى اؤ وئيلي يې دي حکومت دايران سفير غوښتى اؤ په دغه سخت ردعمل يې ورته احتجاج کړى.

وروستو تهران کې دمظاهره چيانو له لوري دسعودي عرب په سفارت خانه دحملې کوشش هم شوى اؤ دغلته دفرنيچر دماتيدو وروستو دې ته اور لگول شوى، پوليسو مظاهره چيان خوارۀ کړي دي.

لبنان کې يو مهم شيعه عالم دنمر دمرگ دسزا دسختو نتيجو خبردارى ورکړى، شيخ عبدالامير قبلان وئيلي دي راتلونکو ورځو کې به ددې جرم ردعمل کيږي.

دشيخ نمر دمرگ دسزا په ضد بحرين کې هم مظاهرې شوي چرته چې پوليسو دپاريدلو خلکو خورولو لپاره داوښکو بهيونکى گيس استعمال کړى.

هند اؤ لندن کې هم دسعودي دسفارت خانو څخه بهر مظاهرې شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG