د سعودي عرب او ايران ترمنځ په روانه شخړه د پاکستان پاليسي بيان کې اندېښنه څرګند کړی شوې او هيله ښکاره کړی شوې چې د خبرو د لارې به د دواړو ملکونو د اختلافاتو لرې کولو هڅه کولی شي .
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز نن د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ ته د حکومت پاليسي بيان وړاندې کړی او وئيلي يي دي چې د سعودي عرب او ايران سفارتي اړيکې قطع کېدل لمړی ځل نه دی .
او نوموړي زياته کړې چې په تُندروۍ کې د سېواوالي، داعش او نورو وسله والو ډلو د مخې ته راتلو نه پس اوس حالات نور مشکل دي .
سرتاج عزيز وئيلي چې په عراق، شام، ليبيا او يمن کې اُور بل دی ، او د هغه په وينا په سيمه کې اړی ګړی نور د تاوان سبب جوړېدی شي .
هغه وئيلي چې پاکستان هيله لري چې سعودي عرب او ايران به زر د خبرو د لارې اړيکې بحال کړي .
سرتاج عزيز وئيلي چې د مسلمان ملکونو د تنظيم (او ائي سي) او مسلمان ملکونو ترمنځ تقسيم په هېڅ صورت د سيمې د سولې او ثبات دپاره ښه نه دی .
د وزيراعظم د بهرنو چارو صلاح کار وئيلي " د او ائي سي د يو مهم غړي ملک او سعودي عرب او ايران د دوست په توګه به اسلام اباد په دغه معامله کې خپل مثبت کردار ادا کوي او د دواړو ملکونو ترمنځ د اړيکو په لړ کې به هڅې کوي " .
راپورونه وايي په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر خورشيدشاه لخوا د حکومت په پاليسي بيان د نيوکو نه پس سرتاج عزيز وئيلي چې په دغه لړ کې به قامي اسمبلۍ ته اِن کېمره احوال تېرولی شي او د پاکستان قامي ګټه او امنيت ته به لمړی والی ورکولی شي .
له دې وړاندې د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان کې هم د سعودي عرب او ايران ترمنځ په شخړه اندېښنه څرګند کړی شوې وه .
بيان کې وئيل شوي ؤ چې په تهران کې د سعودي په سفارتخانه بريد د نړيوال معيار په ضد او د افسوس قابل دی .
بيان کې زياته کړی شوې وه چې دا د ټولو ملکونو زمه واري ده چې د نورو ملکونو سفارتخانو او قونصلګرو او سفارتي کارمندانو ته پوره تحفظ ورکړي .
د پاکستان خارجه وزارت وئيلي چې انتهاپسند " تور قوتونه" او ترهګر د مسلمانې نړۍ د تقسيم نه ګټې پورته کولی شي .
بيان کې په دې خبره زور راوړل شوی چې په دغو مشکل حالاتو کې د مسلمان ملکونو د يووالي ګټې ته په کتو تازه شخړه په پُرامنه توګه هوارول پکار دي .
تېره اوونۍ په سعودي عرب کې د شيعه عالم شېخ نمرالنمر په ګډون ۴۷ کسان په دار ځړول شوي وو او د شيعه عالم په اعدام ايران سخت غبرګون ښودلی او په تهران کې مظاهره چيانو د سعودي عرب په سفارتخانه بريد کړی ؤ .
د هغې نه وروستو سعودي عرب ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي او په سعودي کې د ايران سفارتکارو ته يې په دوه ورځو کې د ملک پرېښودو وئيلي ؤ .
د شېخ نمر په دار د ځړولو په ضد د پاکستان پلازمينه او نورو ښارونو کې احتجاجې مظاهرې هم شوي دي .