د سعودي عرب د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان نن د اتوار په ورځ د اسلام اباد په سرکاري دوره راځي ،نوموړی به خپله دوره کې د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو سره ويني .
چارواکو وئيلي د سعودي د دفاع د وزير د دورې په مهال به دوه اړخيزه دفاعي شعبو کې د مرستو ترڅنګ په وروستيو کې د سعودي عرب لخوا د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو په اړه هم خبرې اترې کيږي .
شهزاده سلمان د سعودي عرب نائب ولي عهد او نائب وزيراعظم دی . په داسې مهال چې په سيمه کې اړی ګړی او د سعودي او ايران ترمنځ شخړه روانه ده په داسې کې د نوموړي د پاکستان دوره مهمه ګڼل کيږي .
درې ورځې وړاندې د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر هم د اسلام اباد دوره کړې د وزيراعظم نوازشريف او پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف او د وزيراعظم د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز سره يې ليدلي ؤ ،
تېره اوونۍ سعودي عرب د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره د پاکستان په ګډون د ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی ؤ ، او پاکستان د سعودي عرب د دغه اعلان هرکلی کړی ؤ .
د پاکستاني چارواکو په وينا په دغه پوځي اتحاد کې د پاکستان د کردار په اړه خبرې روانې دي .
د سعودي عرب لوړ پوړو چارواکو په داسې مهال د پاکستان مخه کړې ده ، چې رياض د تهران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي ، او په سعودي کې د شيعه عالم نمر النمر په دار د ځړولو وروستو په سيمه کې حالات کړکېچن شوي دي .
سرتاج عزيز وئيلي پاکستان به د دغه شخړې په هوارولو کې خپله هڅه کوي ، خو په دې کې به د پاکستان قامي ګټو ته اوليت ورکولی شي .