لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دجکارته دحملې ذمه واري قبوله کړې


 ددولت اسلاميه سره تړلې خبري ادارې Aamaq وئيلي دي چې مرکزي جکارته کې ترسره شوي بريد کې بهرني وگړي اؤ دهغوي په حفاظت مامور عسکر په نخښه کړل شوي وؤ
ددولت اسلاميه سره تړلې خبري ادارې Aamaq وئيلي دي چې مرکزي جکارته کې ترسره شوي بريد کې بهرني وگړي اؤ دهغوي په حفاظت مامور عسکر په نخښه کړل شوي وؤ

تندروه ډلې داعش دانډونيشياء پلازمينه کې دزيارت په ورځ دترسره شوې هاغه خونړۍ حملې ذمه واري په غاړه اخستې چې پکې لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي وؤ.

بل لوري ته دانډونيشياء پوليسو جکارته کې دبمي چاؤدنو څخه وروستو کارروائي کړې اؤ درې شکمن کسان يې نيولي دي.

ددولت اسلاميه سره تړلې خبري ادارې Aamaq وئيلي دي چې مرکزي جکارته کې ترسره شوي بريد کې بهرني وگړي اؤ دهغوي په حفاظت مامور عسکر په نخښه کړل شوي وؤ، دبهرنيانو په گډون دغه بريد کې ٢٠ کسان ژوبل شوي وؤ.

دابادۍ په لحاظ سره دمسلمانانو تر ټولو لويې هيواد انډونيشياء کې په لمړي ځل ددغه رقم بريد ذمه واري داعش په غاړه اخستې.

ټول هيواد کې دپوليس مشرانو ته دبيدار اوسيدو وينا شوې اؤ جکارته کې ځينې سفارت خانې هم تړل شوي اؤ دسيلگرو مشهوره جزيره بالي کې امنيتي انتظامات سخت کړل شوي دي.

له دې وړاندې دانډونيشيا دقومي پوليسو وياند آنټن چارليان وئيلي وؤ چې ددغه بريد پشا دداعش سره دتړلې ډلې لاس کيدى شي اؤ حمله کوونکو تيرکال دنومبر په مياشت کې دپيرس دترهه گريزو حملو پشان دبريد هڅه کوله.

په عين حال کې دجمعې په ورځ دانډونيشياء بيلا بيلو سيمو کې سحر مهال دپوليسو له لوري ترسره شوې کارروايۍ کې درې کسان نيول شوي دي.

دپوليسو وينا ده کوم کسان چې نيول شوي هغوي ديوې حملې منصوبه بندي کوله ، خو هغوي دجکارتې حملو کې ککړ نۀ وؤ.

دپوليسو ترمخه دجکارته حمله کې دککړې ترهه گريزې ډلې سيل پورې درسيدو هڅه کولى شي.

دانډونيشياء پلازمينه جکارته کې دزيارت په ورځ بمي چاؤدنو اؤ ډزو کې دپينځوؤ حمله کوونکو په گډون اووه کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG