لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې دشپږو کسانو مړي موندل شوي


 دريگي تاڼې دډي ايس پي سجاد ترمخه بورۍ کې دبندو څلورو کسانو مړي دپيښور سفيد سنگ سيمې څخه ترلاسه شوي دي.
دريگي تاڼې دډي ايس پي سجاد ترمخه بورۍ کې دبندو څلورو کسانو مړي دپيښور سفيد سنگ سيمې څخه ترلاسه شوي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دڅلورو کسانو بورۍ کې بند مړي ترلاسه شوي دي.

دريگي تاڼې دډي ايس پي سجاد ترمخه بورۍ کې دبندو څلورو کسانو مړي دپيښور سفيد سنگ سيمې څخه ترلاسه شوي دي.

ددغو مړو پيژندگلو د٢٦ کلن شيرامين، ٢٣ کلن باختيار، ٢١ کلن عراق اؤ ١٩ کسان محمد رفيق په نومونو سره شوې ده.

دميډيا دراپورونو ترمخه دپوليسو دمشر وينا ده چې دڅلورو وړو کسانو تعلق دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ سره دى اؤ دهغوي په بدنونو دډزو نخښې نۀ دي موندل شوي.

تيرو وختونوکې هم دخيبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې دمړو دترلاسه کيدو پيښې رامينځته شوي چې پکې دتندلارو مړي هم شامل دي.

بل لوري ته راپورونه وائي دډيره اسماعيل خان يارک سيمې څخه هم په بورو کې دبندو دوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي ، دغه کسان په ډزو ويشتل شوي خو پيژندگلو يې نۀ ده شوې.

دخيبرپښتونخوا ترڅنگ بلوچستان کې هم په دمې ، دمې سره دتشدد ځپلو کسانو دمړو دموندل کيدو پيښې رامينځته کيږي.

دوه ورځې دمخه هم ددغه صوبې دکيچ دگورکوپ سيمې څخه ددريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ.

دليويز ترمخه دريواړه کسان په ډزو ويشتل شوي وؤ اړ مړي يې خواؤشا ددريوؤ ورځو زاړۀ وؤ.

يوه مياشت دمخه دبلوچستان قلعه سيف الله سيمې څخه هم ددريوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG