لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرو په ضدمو له امتياز پرته ګامونه اخستي،قاضي خليل الله


 اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان لپاره ښو اؤ بدو ترهه ګرو فرق نشته اؤ ضرب عضب عملياتو کې دترهه ګرو ترمينځ کوم امتياز نۀ دى شوى.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان لپاره ښو اؤ بدو ترهه ګرو فرق نشته اؤ ضرب عضب عملياتو کې دترهه ګرو ترمينځ کوم امتياز نۀ دى شوى.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وئيلي دي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخستل شوي دي اؤ ددغه عملياتو برياليتوب ټولې نړۍ منلى دى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري اؤ له دې امله دغلته روانو عملياتو اؤ پکې دواړو اړخو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان لپاره ښو اؤ بدو ترهه ګرو فرق نشته اؤ ضرب عضب عملياتو کې دترهه ګرو ترمينځ کوم امتياز نۀ دى شوى.

قاضي خليل الله وويل چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې دافغان خاورې داستعماليدو په اړه پاکستان اؤ افغانستان په بيلا بيلو کچو رابطه کې دي.

اسلام اباد تور لګوي په باچاخان يونيورسټۍ حمله کې ککړ ترهه ګر دافغانستان څخه وراوړيدلي وؤ، خو افغان حکومت دغسې تورونه رد کړي دي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دپاکستان ، افغانستان، امريکا اؤ چين (دافغان امن عمل په اړه) غونډه به دشيډول مطابق دخالي په ورځ ترسره کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG