لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل د ۱۲ ترهګرو د تېزندۍ منظوري ورکړې


د ائي اېس پي ار ترمخه په دغو ترهګرو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلېدلي او پوځي عدالتونو ورته د مرګ سزا اورلې ده .
د ائي اېس پي ار ترمخه په دغو ترهګرو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلېدلي او پوځي عدالتونو ورته د مرګ سزا اورلې ده .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف نن د زيارت په ورځ ۱۲ ترهګرو ته د تېزندۍ ورکولو منظوري ورکړې ده .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخو ا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې دغه ترهګر د ترهګرۍ په ناوړه پېښو، د بنو جېل ماتولو، امنيتي ځواکونو قانون نافذؤنکو ادارو او عامو ملکي وګړو باندې بريدونو کې ککړ وو .

د ائي اېس پي ار ترمخه په دغو ترهګرو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلېدلي او پوځي عدالتونو ورته د مرګ سزا اورلې ده .

ائي اېس پي ار وئيلي په سزاوارو کې محمدعربي ولد محمدصادق چې د تحريک طالبان پاکستان فعاله غړی ؤ د بنو جېل په ماتولو امنيتي ځواکونو باندې بريدونو کې ککړ ؤ .

په نورو سزاوارو کې رفيع الله ولد محمدمسکين، قاري اصف محمود ولد محمد انور، شوالې ولد ګل خان، محمدذيشان ولد عبدالقيوم خان، ناصرخان ولد افسرخان، شوکت علي ولد عبدالجبار، امدادالله ولد عبدالماجد، محمدعمرولد سېداجان، صابرشاه ولد سيداحمدشاه، خاندان ولد دوست محمدخان، انورعلي ولد فضل غني شامل دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه په سزاوارو کې زيات د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نور د القاعده او سپاه صحابه پاکستان (اېس اېس پي) غړي شامل دي او دويې په ترهګرۍ، امنيتي ځواکونو او قانون نافذؤنکو باندې بريدونو کې ککړ وو .

دوه ورځې وړاندې د پاکستان سترې محکمې دپوځي عدالتونو لخوا دمرګ د سزا ترلاسه کړو څلورو مجرمانو په سزاګانو عمل درامد ځنډولى وو ، په دغو سزاوارو کې دوه پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې بريد کې ککړو ته اسانيتاوې ورکوؤنکي وو .

د کال ٢٠١٤م په ۱۶م نېټه پيښور کې دپوځ د انتظام لاندې چليدونکي ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په ګډون خواؤشا ١٥٠ کسان وژل شوي وو .

په ارمي پبلک سکول د بريد نه وروستو پاکستان کې دترهه ګرو د مرګ دسزا څخه بنديز پورته کړل شوى او تر دې مهاله هيواد کې د٣٠٠ؤ څخه زيات کسان تيزندي کړل شوي، ددې ترڅنګ ائين کې ترميم شوى او پوځي عدالتونه جوړ شوي چې پکې د ترهګرۍ د مقدمو اورېدنې کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG