لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: د پېښور زلمي، اسلام اباد يونائيټډ ته ماتې ورکړه


د پېښور زلمي ټيم د شاهد اپريدي په کپتانۍ کې تر دې دمه پينځه مېچونه کړي چې څلور يې پکې ګټلي او پي اېس اېل کې د اته پوائنټونو سره په سر کې دی .
د پېښور زلمي ټيم د شاهد اپريدي په کپتانۍ کې تر دې دمه پينځه مېچونه کړي چې څلور يې پکې ګټلي او پي اېس اېل کې د اته پوائنټونو سره په سر کې دی .

په متحده عرب اماراتو کې روان د پاکستان سُپر ليګ (پي اېس اېل) په سيالو کې د پېښور زلمي کرکټ ټيم اسلام اباد يونائيټيډ ډلې ته په اووه وکټو ماتې ورکړه .

د اسلام اباد يونائيټيډ ټيم لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورو کې يې په شپږو لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۵۲ رنزونه جوړ کړي وو .

د اسلام اباد د ټيم په ځواب کې د پېښورزلمي ټيم لوبغاړو يواځې د درې وکټو په تاوان په ۱۹ اوور کې هدف پوره کړو .

د پېښور زلمي ټيم لومړو لوبغاړو ښه لوبه وکړه او اوپنر تميم اقبال يواځې په ۵۸ بالونو ۸۰ رنزونه جوړ کړل چې پکې درې چهکې او شپږ چوکې هم شاملې وې .

شاهد لطيف د پېښور زلمي ټيم له خوا ۲۷ رنزونه جوړ کړل او دا رنګ ئې د تميم اقبال په مرسته ټاکل شوی هدف ترلاسه کړو .

د اسلام اباد ټيم په بالرانو کې محمدسميع، سعيداجمل او بېډرې يو يو کهلاړي اؤټ کړو .

له دې وړاندې د اسلام اباد يونائيټيډ لخوا خالدلطيف په ۴۱ بالونو ۵۹ رنز جوړ کړي ، کپتان مصباح الحق ۳۲ او شرجيل خان ۲۸ رنزونه جوړ کړي وو ، او دغه شان د اسلام اباد يونائيټيډ ټيم په ټاکل شوؤ ۲۰ اوورونو کې د پېښورزلمي ټيم ته د ۱۵۳ رنزونو هدف ورکړی و.

د پېښورزلمي ټيم له خوا محمداصغر او وهاب رياض دوه، دوه ،جنېدخان اوشان ټېټ يو يو وکټ واخستو .

په ښه بېټنګ کولو د پېښور زلمي تميم اقبال د لوبې ښه لوبغاړی وګرځول شو ۔

د پي اېس اېل په روانو سيالو کې د پېښور زلمي ټيم د شاهد اپريدي په کپتانۍ کې تر دې دمه پينځه مېچونه کړي چې څلور يې پکې ګټلي او پي اېس اېل کې د اته پوائنټونو سره په سر کې دی .

ټورنامنټ کې د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم هم په پينځه ؤ کې څلور مېچونه ګټلي او يو بائيللی دی او اته پوائنټونه ورسره دي .

د اسلام اباد ټيم دا شپږم مېچ ؤ ، او دغه ټيم په شپږو مېچونو کې څلور بائيللي او يواځې دوه ګټلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG