د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په يکه غونډ علاقه کې په خاصه دار ځواک دوه بريدونه شوي چې په نتيجه کې يې نهه عسکر وژل شوي دي .
د مومند ايجنسۍ د پوليټيکل چاوراکو په وينا په خاصه دار ځواک باندې د نامعلومو وسله والو لخوا يو بريد تېره شپه او بل نن سحر وختي شوی دی .
چارواکو وئيلي د شورو او زيارت په شپه يکه غونډ سيمه کې په يو سولر ټيوب ويل ساتونکو دوه محافظو باندې ډزې شوي او وژل شوي دي .
بله پېښه هم نن د زيارت په سحر وختي د يکه غونډه تحصيل په په کړپه سيمه کې رامنځته شوې او دغلته وسله والو د حاصه دارو يو چيک پوسټ په نښه کړی دی .
د چارواکو په وينا د کړپې په پېښه کې اووه خاصه دار ځاې په ځاې وژل شوي دي .
د سيمې د چارواکو په وينا د بريدونو نه پس په علاقه کې په غټه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي او د باجوړ او مومندايجنسۍ ترمنځ غټه لار هم تړل شوې ده .
مومندو کې د تازه بريدونو زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې .
له دې وړاندې هم په دغه سيمه کې امنيتې ځواکونو او د امن لښکر سره تعلق لرونکو کسانو باندې وژونکې حملې شوي دي .
خاصه دار په قبائيلي سيمو کې ځاې ساتونکی ځواک دی او په خپلو خپلو علاقو کې د امنيت ټينګ ساتلو ډيوټي ترسره کوي .