لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کُرمه ايجنسۍ کې ډرون بريد شوی


د پاکستان په قبائيلي سيمو کې د امريکا بې پايلټه ډرون بريدونه کيږي ، خو د تېرې يوې مودې راهسې د ډرون بريدونو په سلسله کې ډېر کمی مخې ته راغلی دی .
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې د امريکا بې پايلټه ډرون بريدونه کيږي ، خو د تېرې يوې مودې راهسې د ډرون بريدونو په سلسله کې ډېر کمی مخې ته راغلی دی .

د افغانستان په پوله جوختې پرتې د پاکستان قبائيلي سيمې کوزې کُرمي ايجنسۍ کې يو بې پايلټه ډرون بريد شوی چې پکې چارواکي د يو کس د وژنې پخلی کوي .

د کُرمي ايجنسۍ د پوليټکل چارواکو په وينا د بې پايلټه ډرون بريد نن د ګل په سحر د افغانستان سره په پوله پرتې شهيدانو ډڼډ علاقې سره نزدې په پتاله سيمه کې شوی دی .

چارواکو وئيلي بريد کې يو قلعه يا کور په هدف شوی او يو کس پکې وژل شوی دی چې پېژندګلو يې لا نه ده شوې ، او زياتوي په کور د ميزايلو توغلو په پايله کې درې کمرې يا خونې هم تباه شوي دي .

د سيمې نه ځينې سرچينې وايي چې په بريد کې څلور کسان وژل شوي چې مشکوک وسله وال دي ، خو چارواکي لا د دغه خبرې پخلی نه کوي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو کې د امريکا بې پايلټه ډرون بريدونه کيږي ، خو د تېرې يوې مودې راهسې د ډرون بريدونو په سلسله کې ډېر کمی مخې ته راغلی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG