د امريکايي مطبوعاتو ترمخه د ملک په لويديځ رياست نېواډا کې د ريپبلکن پارټۍ ګونديز انتخابات ارب پتي ډونلډټرمپ ګټلي دي .
د روانې مياشتې په لمړو کې په نيوهمپشائر او جنوبي کېرولېنا کې د پرائمري انتخاباتو د ګټې نه پس په نېواډا کې دا د ټرمپ پرله پسې درېمه ګټه ده .
د ختمي نتيجو ترمخه ډونلډټرمپ ۴۶ فيصده، د فلورېډا د سېنېټرمارکوروبيو ۲۴فيصده او د ټېکساس سېنېټرټيډکروز په درېم نمبر راغلی ۲۱ فيصده ووټونه اخستي دي .
څنګه چې د انتخاباتو نه په لمړو جائز کې وئيل کېدل، ريټائرډ سرجن بېن کارسن او د اوهائيو ګورنر جان کاسچ په دغه زغل کې وروستو دي .
په جنوبي کېرولينا کې د بائيلاد نه پس د پارټۍ د ځينو خلکو د خوښې کانديد جېب بش د صدارتي زغل نه لاس پورته کړي خو جان کاسچ او بېن کارسن مقابله جاري ساتلې .
راپورونه وايي د نېواډا رياست د انتخابي سيالو په حواله ډېر اهميت لري ځکه چې دغلته زيات خلک رايې نه ورکوي او د هغې وجه په دغه رياست کې د خلکو د درې غټو ښارونو رينو، لاس ويګاس او هنډرسن په لرې پرتو علاقو کې اوسيدل دي .
نېواډا چې کثيرالنسلي رياست دی دې ځل له په دغه رياست کې ډېرو خلک رايې کارولي دي .