لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې ١٢ جنګيالي وژل شوي


دسرچينو ترمخه شوال کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال وژل شوؤ دغو جنګيالو کې دحزب الله په نوم يو کمانډر هم شامل دى اؤ هغوي هاغه مهال وژل شوي کله چې جنګي الوتکو دهغوي درې ځالې تباه کړې.
دسرچينو ترمخه شوال کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال وژل شوؤ دغو جنګيالو کې دحزب الله په نوم يو کمانډر هم شامل دى اؤ هغوي هاغه مهال وژل شوي کله چې جنګي الوتکو دهغوي درې ځالې تباه کړې.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې دروانو عملياتو په مهال لږ ترلږه ١٢ جنګيالي وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه شوال کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال وژل شوؤ دغو جنګيالو کې دحزب الله په نوم يو کمانډر هم شامل دى اؤ هغوي هاغه مهال وژل شوي کله چې جنګي الوتکو دهغوي درې ځالې تباه کړې.

حزب الله دکالعدم تحريک طالبان دشهريار ګروپ پلوي ؤ.

چارواکي وائي چې امنيتي ځواکونه شوال سيمه کې دتندلارو دځالو په لوري پرمختګ کوي اؤ هغوي په کُنډ غر اؤ جنګ ټاپ سيمو تر دې مهاله قبضه کړې ده.

شوال کې دغه عمليات دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف دسيمې ددورې اؤ دغلته موجودو پوځيانو ته دضرب عضب دوروستي پړاؤ دپيل کولو دامر څخه وروستو پيل کړل شوي.

راپورونه وائي دغو عملياتو کې تر دې مهاله څلور پوځيان اؤ خواؤشا ٥٠ جنګيالي وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ جون کال ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې عمليات پيل کړي وؤ ، خيبرايجنسۍ کې دپيل کړل شوؤ عملياتو وروستو پاې ته درسولو کيدو اعلان شوى ؤ اؤ شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې تردې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژل کيدو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG