لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري د وژل شوؤ ځايي چارواکو د کورنو سره غمرازي کړې


جان کېري وئيلي، مونږ د پېښې د پلټنې او د ملزمانو د قانون منګولو ته د راوستو په لړ کې ځايي حکومت ته د ضروري مرستو وړانديز کړی دی .
جان کېري وئيلي، مونږ د پېښې د پلټنې او د ملزمانو د قانون منګولو ته د راوستو په لړ کې ځايي حکومت ته د ضروري مرستو وړانديز کړی دی .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په امبار تحصيل کې د دوه ځايي چارواکو په وژنه د هغوي د کورنو سره غمرازي کړې او د پښې غندنه يې کړې ده .

دغه دواړه کسان چې امريکايي قونصلګرۍ کې کارکوؤنکي ځايي چارواکي وو، د نهې په ورځ هغه وخت وژل شوي چې کله د پاکستاني چارواکو سره د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې (ای اېن اېف) په کاروان د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په امبار تحصيل کې د دويې کاروان تېرېدو .

د نهې په ورځ جاري شوي يو بيان کې جان کېري وئيلي ، زه په دې خبر يم چې د وژل شوؤ کورنۍ د کوم غم نه تيريږي او د هغويې د غمرازۍ دپاره يواځې الفاظ پوره نه دي ، او نوموړي وئيلي، تاسو ته دې معلومه وي چې هغويې مونږ ته ياد دي او مونږ د هغويې د کورنو سره په دغه غم کې شريک يُو.

نوموړي وئيلي " دغه ناوړه حمله هغه ياد تازه کوي چې په ګرده نړۍ کې زمونږ سفارت کار او ځايي اهلکار چې په سفارتکارۍ مامور وي هغويې د دغه ډول خطرو سره مخامخ کيږي " .

جان کېري وئيلي، مونږ د پېښې د پلټنې او د ملزمانو د قانون منګولو ته د راوستو په لړ کې ځايي حکومت ته د ضروري مرستو وړانديز کړی دی .

د امريکې خارجه وزير وئيلي محکمه خارجه يې د کوربه هېوادونو د اهلکارو عزت کوي کوم چې په ګرده نړۍ کې دويې سره کار کوي، هغه وئيلي دغه ښځې او سړي اهلکار د خپلو کورنو ، سيمې او ښار د خلکو د ژوند ښه کولو د جذبې سره کار کوي .

نوموړي وئيلي مونږ په دغه ډول قربانو د هغويې مننه کوؤ .

د مومند ايجنسۍ ځايي پوليټيکل چارواکو د نهې په ورځ وئيلي ؤ چې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې د دوه کسانو د وژنې سره څلور نور چارواکي ژوبل شوي هم وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG