لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان مذاکراتو کې شريک نۀ شول نو تشدد کې به اضافه کيږي،جان کربي


 دخارجه محکمې وياند دګل په ورځ وئيي دي امريکا دافغان صدر اشرف غني لخوا تندروه ډلو ته دکابل حکومت سره دمذاکراتو دبلنې ملاتړ کوي.
دخارجه محکمې وياند دګل په ورځ وئيي دي امريکا دافغان صدر اشرف غني لخوا تندروه ډلو ته دکابل حکومت سره دمذاکراتو دبلنې ملاتړ کوي.

امريکايوځل بيا په طالبانو غږ کړى چې امن مذاکراتو کې دې شامل شي اؤ که چرې دغسې ونۀ شي نو بيا به افغان اؤ امريکائي ځواکونو ته دسپرلي موسم اؤ ګرمۍ کې په ممکنه توګه دمخ په زياتيدونکي تشدد لپاره تيار اوسيدل وي.

دامريکا، پاکستان، افغانستان اؤ چين په استازو مشتملې څلور فريقي ډلې جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې دجوړجاړي دعمل دبحالۍ لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلي اؤ وئيل کيدل چې طالبانو سره به دافغان حکومت مذاکرات په امکاني توګه دمارچ لمړۍ اوونۍ پورې پاکستان کې ترسره شي.

خو طالبانو دخالي په ورځ اعلان کړى ؤ چې هغوي به افغان حکومت سره مذاکرات نۀ کوي دکوم څخه وروستو چې دامن عمل دبحالۍ په اړه شکونه پيدا شوي.

دخارجه محکمې وياند دګل په ورځ وئيي دي امريکا دافغان صدر اشرف غني لخوا تندروه ډلو ته دکابل حکومت سره دمذاکراتو دبلنې ملاتړ کوي.

جان کربي وويل هغوي(طالبان) بله لار نۀ لري، خپلو افغان وطن والو سره دجګړې ددوامداره ساتلو اؤ هيواد کې دبې ثباتۍ دخورولو پځايې هغوي ته دامن عمل کې شريکيدل اؤ يو خپلواکه افغانستان کې دسياسي عمل برخه جوړيدل پکار دي.

هغه وويل دمذاکراتو دعمل دپيل کيدو دفوري ضرورت احساس پکار دى اؤ که چرې دامن عمل پيل نۀ کړى شو اؤ طالبان دجوړجاړي لپاره مذاکراتو کې شامل نۀ شول نو بيا به امريکا اؤ افغان ځواکونو ته دسپرلي موسم اؤ ګرمۍ کې تشدد کې دممکنه اضافې لپاره تيار اوسيدل وي.

٢٠١٤م کې دبين المللي پوځونو افغانستان څخه دوتلو څخه وروستو ديو تړون لاندې خواؤشا ١٣ زره بين المللي ځواکونه چې پکې اکثريت دامريکايانو دى، افغان پوځ ته دتربيت اؤ ترهه ګرۍ دمخنيوي عملياتو کې مرستې ورکولو لپاره افغانستان کې ميشته دي.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG