دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤ وزيراعظم نوازشريف دسعودي عرب باچا شاه سلمان سره ليدنه کړې اؤ ورسره يې دترهه ګرۍ دمخنيوي په اړه خبرې اترې کړي دي.
راپورونه وائي پاکستاني وزيراعظم اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف شاهي محل کې شاه سلمان سره ليدنه کړې ده اؤ په دغه مهال دوزيراعظم ځانګړى مرستيال طارق فاطمي هم موجود ؤ.
پاکستاني وزيراعظم په ګډو عسکري مشقونو ترسره کيدو شاه سلمان ته مبارکي ورکړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه ګډ عسکري مشقونه به دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد اراده مخ په وړاندې بوځي.
په عين حال کې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دسعودي عرب ددفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان سره هم ليدنه کړې اؤ ورسره يې دسيمې په امنيتي وضعه اؤ ددواړو هيوادونو په دفاعي اړيکو خبرې اترې کړي دي.
دسعودي عرب په شمالي سيمه کې ترسره شوؤ عسکري مشقونو کې دپاکستان په ګډون د٢١ؤ هيوادونو پوځونه برخه اخستې، ددغو مشقونو بنيادي مقصد دترهه ګريزو ډلو څخه دپيښې خطرې دمخنيوي لپاره تربيه ښه کول دي.
له دې وړاندې دميډيا راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې ددغه دورې په مهال به وزيراعظم نوازشريف اؤ جنرل راحيل شريف دسعودي په مشرۍ جوړ ائتلاف کې دپاکستان دکردار اؤ دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ دتاؤتريخوالي په اړه خبرې اترې کوي.
دسعودي عرب په مشرۍ جوړ ائتلاف کې پاکستان تر دې مهاله خپل کردار په ډاګه کړى نۀ دى خو دپاکستان حکومتي وزيرانو په ګڼو موقعو وئيلي دي چې پاکستان دغه لړ کې داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې، توان سيوا کولو، عسکري سازوسامان ورکولو اؤ دتندلاريتوب دپروپيګنډې په ضد تګلارې جوړولو کې مرسته ورکولى شي.