لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دلاهور ځانمرګي بريد کې دمړو شميره ٧٠ؤ ته رسيدلې


ژوبلو شوؤ کې دزياترو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې تيره ورځ ترسره شوي ځانمرګي بريد کې دمړو شمير ٧٠ؤ ته رسيدلى اؤ د٣٠٠ؤ څخه دزياتو ژوبلو کسانو علاج بيلا بيلو روغتونونو کې کيږي.

ژوبلو شوؤ کې دزياترو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

داتوار په ماښام دغه ځانمرګي بريد دلاهور داقبال ټاؤن په ګلشن اقبال پارک کې ترسره شوى ؤ چرته چې په ګڼ شمير کې خلک راټول شوي وؤ، وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې لويې شمير دښځو اؤ ماشومان هم دى.

دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان څخه بيلې شوې يوې ډلې جماعت الاحرار ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه اؤ دپاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) ته يې دړکه کړې وه چې دغه رقم بريدونه چې کوم ځايې کې هم وغواړي ترسره کولى يې شي.

دپنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف ددغه چاؤدنې څخه وروستو صوبه کې ددريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.

دپاکستان سياسي اؤ عسکري قيادت دترهه ګرۍ دغه پيښه کې دککړو کسانو دقانون منګولو ته دراکش کولو ژمنه کړې ده.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دګل په ورځ لاهور ته تللى اؤ دغلته يې په جناح هسپتال کې دژوبل شوؤ کسانو پوښتنه کړې ده.

دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم وزيراعظم سره ؤ.

وروستو لاهور کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه وشوه چې پکې دهيواد دامنيتي صورتحال جاج واخستل شوى.

له دې وړاندې داتوار په شپه وزيراعظم نوازشريف اسلام اباد کې دلوړې کچې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال وئيلي وؤ چې دلاهور حمله کې ککړ ترهه ګر اؤ دهغوي مرسته کوونکي به له مينځه وړل کيږي، نوازشريف وئيلي وؤ چې دماتې سره مخ ترهه ګر دغه رقم بزدلانه کارروايۍ کوي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم راولپينډۍ ښار کې دلوړې کچې ديوې غنډې دمشرۍ په مهال وئيلي دي چې ترهه ګرو ته به دخلکو دازادۍ اؤ ژوند دچقولو اجازه نۀ شي ورکولى اؤ دلاهور دبمي چاؤدنې ذمه وار کسان به دقانون منګولو ته راکش کولى شي.

دپوځ سرلښکر پوځي کمانډرانو اؤ انټلي جنس ايجنسو ته امر کړى ؤ چې هغوي دې په فوري توګه ددغه حملې ذمه واران ولټوي اؤ په ضد يې کارروائي پيل کړي.

په عين حال کې دمقامي ميډيا ترمخه دپوليسو دابتدائي پلټنو ترمخه دشکمن خودکش حمله کوونکي تعلق دپنجاب دمظفر ګړهـ ضلعې سره ؤ اؤ پوليسو دهغه ځينې رشته داران نيولي هم دي.

XS
SM
MD
LG