لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :٢٠١٥ م کې دغيرت په نوم ١٠٩٦ ښځې وژل شوي،٣٢٤ کسان تيزندي


 دهيومن رائټس کميشن اف پاکستان دغه راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې ٦٥ بنديان په جيلونو کې مړۀ شوي اؤ دپوليسو مقابلو کې ٢١٠٨ کسان وژل شوي دي.
دهيومن رائټس کميشن اف پاکستان دغه راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې ٦٥ بنديان په جيلونو کې مړۀ شوي اؤ دپوليسو مقابلو کې ٢١٠٨ کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې دبشري حقونو کميشن وئيلي دي چې کال ٢٠١٥م کې پاکستان کې ٣٢٤ بنديان تيزندي کړل شوي اؤ ٤١٩ؤ ته دمرګ سزا اورول شوې ده.

دهيومن رائټس کميشن اف پاکستان دغه راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې ٦٥ بنديان په جيلونو کې مړۀ شوي اؤ دپوليسو مقابلو کې ٢١٠٨ کسان وژل شوي دي.

راپور کې دعوه شوې ده چې بلوچستان کې په جبري توګه دخلکو دورکيدو ١٥١ پيښې رامينځته شوي خو دا نۀ ده په ډاګه چې دغه کسان کله اؤ څنګ ورک شوي.

راپور کې وئيل شوي دي چې پاکستان کې تيرکال دفرقه واريت٥٨ پيښې رامينځته شوي اؤ دمذهب دسپکاوي په تور په ٢٢ؤ کسانو مقدمې شوي چې پکې ١٥ مسلمانان، څلور عيسايان اؤ درې احمديان شامل دي.

راپور کې وئيل شوي دي چې ٢٠١٥م کې ١٠٩٦ ښځې،٨٨ سړي اؤ ١٧٠ ماشومان دغيرت په نوم وژل شوي دي.

دايچ ار سي پي کې وئيل شوي دي چې ٢٠١٥م کې ٩٣٩ ښځې دزياتي ښکار شوي،٢٧٩ دکورني تشدد سره مخ شوي، په ١٤٣ ښځو تيزاب شيندل شوي،٨٣٣ ښځې تښتول شوي اؤ ٧٧٧ؤ ښځو خودکشي کړې اؤ يا يې دخودکشۍ کوشش کړى دى.

راپور کې وئيل شوي دي چې ٢٠١٥م کې دوه کروړه اؤ پنځوس لکه ماشومان دسکولونو نه بهر وؤ، تيرکال په ماشومانو دتشدد ٣٧٦٨ کيسونه رپورټ شوي کوم چې دهغې څخه دوړانديني کال په پرتله اووۀ فيصله سيوا دي.

دامن وامان دصورتحال په اړه دغه راپور کې وئيل شوي دي چې ٢٠١٥م کې دترهه ګرۍ دمجموعي پيښو شميره ٧٠٥ وه، دې حملو کې ١٣٢٥ کسان وژل شوي چې پکې ٦١٩ اولسي وګړي،٣٤٨ عسکر، حکومت پلوه رضا٣٣ رضاکار اؤ٣٢٥ ترهه ګر شامل دي.

٢٠١٥م کې پاکستان کې ١٨ خودکش حملې شوي چې د٢٠١٤م په پرتله ٣١ فيصده کمې دي.

دکال ٢٠١٥م په مهال پاکستان کې څلور صحافيان هم وژل شوي دي،٢٠١٥م کې په مجموعي توګه پاکستان کې ٤٦١٢ کسان وژل شوي اؤ په ٢٠١٤م کې دغه شميره ٧٥٢٢ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG