لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشريف د پاناما اسنادو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن اعلان وکړو


نوازشريف ووئيل چې تر اوسه په دوي څومره هم د درغلۍ يا ټېکس نه ورکولو تورونه لګول شوي هغه ټول په عدالتونو کې دروغ ثابت شوي دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د پاناما په اسنادو کې د هغه د کورنۍ او نورو پاکستاني وګړو د نومونو راتلو وروستو د دغو اسنادو د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان وکړو.

وزيراعظم نوازشريف نن د نهې په ورځ قام ته په ټيلي ويژن وېنا وکړه او د پاناما اسنادو د نوم اخستو پرته يې ووئيل چې هغه په وړومبي ځل د خپلو ذاتي معاملو په لړ کې ولس خبروي او زياته يې کړه دا ځکه چې ځيني خلک د سياسي ګټو لپاره د ۲۵ کالو راهسې په هغه د ميډيا د لارې تورونه لګوي .

وزيراعظم دغه وېنا په داسې مهال وکړه چې دوه ورځې وړاندې د دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړه اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

په دغو شخصياتو کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف اؤ د هغه ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي .

وزيراعظم په خپله وېنا کې ووئيل چې د هغه پلارد پاکستان جوړېدو نه اګاهو د لاهور نه خپل کاروبار د اتفاق فاؤنډري په نوم پېل کړی وو چې يوه څانګه يې په مشرقي پاکستان (اوسني بنګله دېش) کې هم موجوده وه .

نوازشريف د پاکستان د هغه وخت وزيراعظم ذوالفقارعلي بټهو باندې تور ولګوو چې په ۱۹۷۲م کې هغه په لاهور کې جوړه د دوي په کارخانه قبضه وکړه او د دوي د کلونو خواري لاهو کړې شوه .

هغه ووئيل پلار يې حوصله ونه بائله او په اتلس مياشتو کې يې بېرته شپږ کارخانې ودرولې .

وزيراعظم ووئيل د دوي په کورنۍ د سياست نه وړاندې او وروستو په دواړو وختونو کې ظلمونه شوي دي، او زياته يې کړه چې د پيپلزګوند په دوېم دور حکومت کې په ۱۹۸۹م کې زمونږ د کارخانې خام مال راوړونکی جاز ”جانتن“ ته يو کال لپاره د سامان کوزولو اجازت نه وو ورکړی شوی او داسې ورته په دغه وخت کې ۵۰ کروړه روپۍ زيان اړول شوی وو .

نوازشريف ووئيل چې تر اوسه په دوي څومره هم د درغلۍ يا ټېکس نه ورکولو تورونه لګول شوي هغه ټول په عدالتونو کې دروغ ثابت شوي دي .

نوموړي په خپله وېنا کې په کال ۱۹۹۹ م کې د خپل حکومت نسکورېدو يادګېرنه هم وکړه او وئې وئيل هغه ټول حالات قوم ته معلوم دي چې دوي څنګه د ملک څخه وويستل شو .

نوازشريف ووئيل چې پلار يې د جلاوطنۍ په دور کې په سعودي عرب کې د سټيلو يوه کارخانه ولګوله او څو کاله پس يې بيا خرڅه کړه او هم په هغو پېسو د ده (وزيراعظم نوازشريف) زامنو حسن نواز او حسېن نواز خپل کاروبارونه شروع کړه.

نوازشريف زياته کړه يو زوی حسن نواز يې د کال ۱۹۹۴م نه په لندن کې او بل حسېن نواز د کال ۲۰۰۰م نه په سعودي عرب کې دي او هلته خپل قانوني کاروبارونه کوي .

نوازشريف ووئيل په کورنۍ يې د کاروبارونو لړ کې د قرضونو يوه يوه پايي بېنکونو ته واپس ورکړې ده .

وزيراعظم زياته کړۀ چې که څه هم د دۀ نوم نېغ په نېغه د پاناما په اسنادو کې نه دی ذکر شوی خو د پلټنو لپاره يې د سترې محکمې د پخواني جج په مشرۍ کې يو عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کوي چې داسې ټول ولس د دې تورونو د حقيقتونو نه خبر کړی شي .

هغه ووئيل که د چا سره کوم ثبوت وي نو عدالتي کمېشن ته دې وړاندې کړي .

د وزيراعظم په وېنا په سمدستي ډول د پيپلزګوند سينيټر چوهدري اعتزاز احسن غبرګون ښکاره کړو او وئې وئيل چې دوي د وزيراعظم دا عدالتي کمېشن رد کوي او غوښتنه يې وکړه چې د شمارياتو يو نړيوال فرم (اداره) بايد دا ټولې پلټنې وکړي، دا د عدالتي کمېشن کار نه دی .

د پاناما د اسنادو د رپورټ خپرېدو وروستو په پاکستان کې د بيلا بيلو سياسي ګوندونو له خوا په وزيراعظم نوازشريف او د هغه په کورنۍ سختې نيوکې شوې او پوښتنې راپورته شوې وې او په دغه لړ کې د پلټنو غوښتنې کېدې .

XS
SM
MD
LG