لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، سعودعرب او ايران تر ټولو زياتې د اعدام سزاګانې ورکړي


په ټوله شمېره کې د ۹۰فيصده نه زياتې سزاګانې په پاکستان، سعودي عرب او ايران کې ورکړل شوي دي .
په ټوله شمېره کې د ۹۰فيصده نه زياتې سزاګانې په پاکستان، سعودي عرب او ايران کې ورکړل شوي دي .

تېرکال د نړۍ په بېلابيلو هېوادونو کې د اعدام يا تېزندۍ دومره سزاګانې ورکړل شوي چې دا شمېره په تېرو ۲۵ کلونو کې کې تر ټولو زياته ده.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل د نهې په ورځ خپور کړي تازه راپور کې وئيلي چې په کال ۲۰۱۵م کې ۱۶۳۴ کسان په دارځړول شوي او د هيومن رائټس واچ د شمېرې ترمخه د کال ۱۹۸۹م نه پس دا په کوم کال کې تر ټولو زياته شمېره ده چې د تېزندۍ سزاګانې پکې عملي شوي دي .

د راپور ترمخه په ټوله شمېره کې د ۹۰فيصده نه زياتې سزاګانې په پاکستان، سعودي عرب او ايران کې ورکړل شوي دي .

تنظيم وئيلي په دې شمېره کې چين نه دی شامل او په زرګونو سزاګانې په ريکارډ نه دي راغلي ځکه چې چين داسې سزاګانې پټې په راز کې ساتي .

يورپي ملکونو کې بېلاروس يواځينی ملک دی چرته چې د اعدام سزا ورکړی کيږي او ويتنام هم په دغه لړ کې معلومات پټ ساتي .

د تنظيم ترمخه په سعودي عرب کې د تېزندۍ سزاګانې په ډرامايي ډول ۷۶فيصده او ايران کې ۳۱فيصده سېوا شوي دي .

تېر کال په سعودي عرب کې ۱۵۸ کسانو ته د مرګ سزا ورکړی شوې ده په دويې کې د زياترو نه سرونه غوڅ کړی شوي او ځينې پکې په ډزو وژل شوي دي .

په ايران کې تېرکال ۹۹۷ کسان په دار ځړول شوي دي ، او په دوې کې زياتره هغه مجرمان شامل وو چې ورته د نشه يي توکو سره اړونده مقدمو کې د مرګ سزا اورول شوې وه .

تنظيم وئيلي ايران يواځينی ملک دی چرته چې په ماشومتوب کې شوؤ جرمونو کې د مرګ سزا ورکړی کيږي او دا د نړيوال قانون سرغړونه ده . تېر کال څلور داسې کسان هم تېزندي کړی شوي چې د جرم په وخت يې عمر د ۱۸ کالو نه کم وو .

ايمنسټي وئيلي پاکستان کې د کال ۲۰۱۴م نه پس چې کله د تېزندۍ په عامو سزاګانو لګېدلی بندېز پورته کړی شو په دغه سزا ورکولو کې د اندېښنې وړ اضافه شوې ده . د ۳۲۰ نه زيات کسان تېزندي کړی شوي او په پاکستان کې ورکړی شوؤ د تېزندۍ په سزاګانو کې په ريکارډ شمېره کې دا تر ټولو زياته ده .

امريکا کې هم د مرګ سزا ورکول کيږي او تېر کال په دغه هېواد کې په شپږو رياستونو کې د ۲۸کسانو د مرګ سزا عملي شوي ده او دا د کال ۱۹۹۱م نه پس په کوم کې کال کې تر ټولو کمه شمېره ده .

د ايمنسټي انټرنيشنل عمومي سيکتر سلسل شيټهي شکر ادا کړی چې د مرګ سزا ورکوؤنکو ملکونو شمېره کمه ده او لا نوره هم کميږي .

د نړۍ ۱۰۲ ملکونو د مرګ سزاګانې عملي کول ختم کړي دي چې پکې څلور ملکونه فيجي، مډغاسکر، کانګو او جمهوريه سورينام تېر کال شامل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG