لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا:په نړۍ کې څو حکومتونو د بشري حقونو سرغړونې کړي


امرانه حکومتونو د مدني ټولنې په ضد عمليات تېز کړي، د ازاد غږ غلي کولو، د سياسي خبرو په خپل حق کې اړولو او د پُرامنه بدلون د  لارو بندولو دپاره يې ټولې لارې چارې کارولي دي .
امرانه حکومتونو د مدني ټولنې په ضد عمليات تېز کړي، د ازاد غږ غلي کولو، د سياسي خبرو په خپل حق کې اړولو او د پُرامنه بدلون د  لارو بندولو دپاره يې ټولې لارې چارې کارولي دي .

امريکا په ګرده نړۍ کې په مطلق العنان حکومتونو تور لګولی، چې هغه هلې ځلې د فشار لاندې راولي په ضد يې قوت کاروي د کومو نه يې چې واک ته خطره پيښېدی شي .

د امريکې د محکمه خارجه لخوا د شورو په ورځ د بشري حقونو په اړه جاري شوي ۴۰م کاليز رپورټ کې وئيل شوي دي چې په کال ۲۰۱۵م کې امرانه حکومتونو د مدني ټولنې په ضد عمليات تېز کړي، د ازاد غږ غلي کولو، د سياسي خبرو په خپل حق کې اړولو او د پُرامنه بدلون د لارو بندولو دپاره يې ټولې لارې چارې کارولي دي .

په داسې وخت کې چې د ټيکنالوجۍ سېووالی خلک يو بل سره نخلوي او منظم کوي رپورټ وئيلي امرانه حکومتونه د مدني ټولنې مرۍ مروړي، ځکه چې دوې ويره محسوسوي او ګڼي چې دوې به رايوځاې شي او د لاس نه به يې بهر شي .

د امريکې خارجه محکمې په څو حکومتونو نيوکې کړي چې پکې شمالي کوريا، کيوبا، چين، ايران، سوډان او ازبکستان شامل دي ، کومو ته چې په تاريخي ډول مطلق العنان حکومتونه وئيل کيږي .

رپورټ کې په ښاري ابادو کې د تشدد څخه ډکو ظلمونو او بريدونو کولو په سر د داعش د ترهګرو غندنه شوې ده .

رپورټ کې د کيوبا په اړه وئيل شوي په داسې کې چې امريکا د کيوبا سره سفارتي اړيکې ټينګې کړي او په وروستيو کې صدراوباما د دغه ملک سفر کړی دی کوم چې د امريکا د جنوبې ساحل نه پورې موقعيت لري .

محکمه خارجه وئيلي کيوبا خپل امتيازي تنګ نظره روايات په ځاې ساتلي، خلک يې نيولی او د وينا او پُرامنه غونډو نه يې د ازادۍ تروړلو هڅې کړي دي . حکومت يو شمېر سياسي بنديان بيا نيولي دي څوک چې په کال ۲۰۱۵م کې خوشي شوي وو چا چې ټول کال خپلې هلې ځلې تُندې ساتلې وې .

د رپورټ ترمخه په چين کې په دغه کال کې د ادارو او خلکو په ضد ظلم او زياتي کې ډېر سېوا والی ليدل شوی دی څوک چې د ټولنې او سياسي حقوقونو غږ پورته کوؤنکي دي . د وکيلانو په ضد عمليات په ځانګړې سېوا شوي دي .

د امريکې خارجه محکمې وئيلي روس د اظهار د ازادۍ غلي کولو دپاره څو ګامونه پورته کړي، حکومت د ظلم نه ډک نوي قانونونه منظور کړي او په حکومت نيوکو کوؤنکو د چقولو دپاره موجوده قانون ادارتاً کارول شوی، هغوې زورول شوي، اعتماد ې تروړل شوی، د هغوې په ضد قانوي کارروايۍ، بندي کول، نيول، د هغوې په ضد هرجانه لګولو يا کسانو او تنظيمونو په ضد ګامونه پورته کړی شوي دي .

رپورټ کې وئيل شوي چې په کرائيميا کې کوم ټاپو چې په کال ۲۰۱۴م کې روس قبضه کړی دی هلته روس د يوکرېنيانو او کرائيميا د تاتاريانو په ضد د هغوې سره امتيازي سلوک کړی او هغوې يې زورولي دي .

د محکمه خارجه ترمخه ملائيشيا، تاجکستان او ترکي څوک چې په نېټو کې د امريکا اتحاديان دي دوې هم د مدني ټولنې د مرۍ مروړلو هڅې کړي دي او ددې کار دپاره يې د ترهګرۍ يا قامي سلامتۍ قانون کارولی او يا بيا قانون غلط وړاندې شوی دی .

رپورټ کې وئيل شوي چې د ايران، مصر، کينيا، کمبوډيا، يوګنډا، نکارګوا، بوليويا، وېتنام، پاکستان او ايکواډور حکومتونو هم د ازادو غونډو د حق محدود کولو دپاره کلک انتظامي ګامونه پورته کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG