په افغانستان کې د امريکا او نېټو د فضايي بمبارۍ په نتيجه کې د داعش ډله کمزورې شوې او د بېلاد سره مخ ده .
په افغانستان کې د نېټو په مشرۍ د مرستندويه مشن وياند بريګيډئير جنرال چارلس کليولېنډ د زيارت په ورځ د افغانستان نه په ويډيو لنک پېنټاګون کې خبريالانو ته وئيلي " څوک هم په خپل ګاونډ کې داعش نه غواړي" .
هغه وئيلي "مونږ په افغانستان کې د داعش شتون کم کړی دی " .
د امريکايي پوځ د شمېرې ترمخه په افغانستان کې د داعش د ۱۰۰۰ نه تر د ۳۰۰۰ پورې جنګيالي موجود دي خو کليولېنډ وئيلي دغه شمېره د دې نه هم کمه کېدی شي .
هغه وئيلي درې مياشتې وړاندې د اته ؤ پورې ضلعې د داعش په ولقه کې وې او اوس يواځې دوه يا درې پاتې دي .
د کليولېنډ په وينا د داعش جنګيالي د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان کونړ او نورستان صوبو ته په تېښته دي او دوې هڅه کوي چې هلته ځان بچ کړي .
کليولېنډ وئيلي په افغانستان کې داعش زياتره غړي د خپلو ډلو نه خفه پاکستاني او افغان طالبان دي او ځينې ورسره د ازبکستان د اسلامک مومنټ نه ملګري شوي دي .
د کال ۲۰۱۶م په لمړو درې مياشتو کې نېټو په داعش د۷۰ نه تر ۸۰ پورې فضايي حملې کړي دي .
خو کليولېنډ خبرداری ورکړی چې د وسله والو موجودګي اوس هم يوه غټه خطره ده .
په ځينو ځايونو کې د شاته کېدو باوجود افغان ځواکونه په کاميابۍ سره په داعش فشار زياتوي او په ضد يې حوصلې لوړې دي .
د افغانستان امنيتي ځواکونو ته تېر کال د ۵۵۰۰ سرتېرو د سرونو تاوان اوختی خو کليولېنډ هيله څرګند کړې چې هغوې به سږ کال هم د طالبانو او داعش په ضد عمليات دوامداره وساتي .
کليولېنډ وئيلي " افغان پوځ مات شوی نه دی دوې د دې قابل دي چې ځان يو ځاې ساتلی او په افغانستان کې نه خو موصل شته او نه دلته د رامادي او فلوجه په څېر حالات دي " .