انټرنيشل کنسورشيم اف انويسټيګېټيو جرنلسټس (ائي سي ائي جی) د پاناما پېپرز نور معلومات خپاره کړي دي په کوم کې چې د نورو دوه لاکه اف شور شرکتونو تفصيلات ورکړی شوي دي .
ائي سي ائي جی د ګل په ورځ د موساک فونسيکا نه ليک شوؤ نورو خپرو کړو اسنادو کې د پاکستان د ۲۵۹ کسانو نومونه هم شامل دي .
د ائي سي ائي جی په ويب پاڼه د پاکستان د اف شور شرکتونو په تفصيل کې درې پاکستاني شرکتونه، ۱۵۵ پتې (درکونه) او ۲۵۹ نومونه شامل دي .
تېره مياشت په لمړي ځل پاناماليکس انکشافات کړي وو چې پکې ويل شوي وو، مالدار خلک خپل مال څه رنګ په بهر ملکونو کې پټوي او ځان د ټېکسونو نه بچ کوي .
د پاناماليکس په لمړو انکشافاتو کې د نړۍ د يو شمېر مهمو مشرانو ترڅنګ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د بچو نومونه هم مخې ته راغلي وو .
پاناما پېپرز کې د نوازشريف د بچو د نومونو مخې ته راتلو پس نوموړي قام ته په ټيلي ويژن وينا کې د پاناماليکس د پلټنو دپاره د سترې محکمې يو پخواني جج په مشرۍ د کميشن جوړولو اعلان کړی ؤ ولې مخالفه ډلو دوزيراعظم دغه اعلان رد کړی او په دې خبره ټينګار کوي د سترې محکمې د مشر قاضي په مشرۍ دې کمېشن جوړ کړی شي .
حکومت او مخالفه ډلې تراوسه پورې د پاناما پېپرز د پلټنو کولو په خبره نه دي صلاح شوي ځکه چې په دغې معامله د داړو خواؤ وړانديزونه د يو بل نه مختلف دي .
پارلمان کې د مخالفه ډلو مشر خورشيد شاه د ګل په ورځ وئيلي وزيراعظم دې راشې او پارلمان دې په اعتماد کې واخلي نوموړي وئيلي څو پورې چې وزيراعظم پارلمان ته نه وي راغلی تر هغې به اپوزيشن ډلې هم د احتجاج په توګه غونډه کې ګډون نه کوي .
ائي سي ائي جی وئيلي د ګل په ورځ د جاري کړی شوؤ اسنادو په پايله کې په لويه پېمانه د اثراتو مخې ته راتلو امکان دی . د صحافيانو تنظيم ته د پانامالافرم يو کروړ او ۱۵ لاکه اسناد ورکړی شوي دي .
د ائي سي ائي جی مرستيالې مشرې مرينه واکرګويرا د ګل په ورځ وايس اف امريکا ته وئيلي " زما په خيال په دې کې غټ معلومات دا پټ دي چې مونږ يې خلکو ته ورسوؤ ".
ائي سي ائي جی د ګل په ورځ خپله ويب پاڼه باندې د دوه لاکه اف شور اکاؤنټونو تفصيلات ورکړي دي، د دغو اکاؤنټ لرونکو تعلق د ۲۰۰ نه زياتو ملکونو سره دی . په تفصيلاتو کې د اف شور شرکتونو لرونکو معلومات ورکړی شوي دي خو په دې کې يواځې نوم، ملک او پته معلومېدی شي . بېنک اکاؤنټونه او شخصي معلومات پکې نه دي په ډاګه کړی شوي .
د صحافيانو تنظيم ائي سي ائي جی کې د ۸۰ ملکونو سره تعلق لرونکي ۳۷۰ صحافيان يوځاې شوي څوک چې د ۱۰۰ نه زياتو خبري ادارو سره اړونده دي .
اف شور شرکتونو کې د ۱۴۰ سياست مدارو د نومونو ترڅنګ په دوې کې ۱۲موجوده يا پخواني سياسي مشران، ارب پتي کسان ، د لوبو د دنيا ستوري، د نشه يي توکو قاچاقبر او مافيا هم شامل دي .
په دې فهرست کې لږ ترلږه ۳۳ کسان او شرکتونه داسې دي چې د امريکې حکومت پرې بندېز لګولی دی .