لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو په لويديځ کې د داعش په ضد عمليات پېل کړي


له دې وړاندې د روان کال په لمړو کې د ختيز شام او عراق په پوله پرتې علاقې د تُندروه ډلې داعش د لاسه وتې وې .
له دې وړاندې د روان کال په لمړو کې د ختيز شام او عراق په پوله پرتې علاقې د تُندروه ډلې داعش د لاسه وتې وې .

د عراق امنيتي ځواکونو د لويديځي صوبې انبار په الرطبه علاقه کې د داعش د وسله والو په ضد د عملياتو پېل کولو اعلان کړی دی .

دغه سيمه د شام او اردن د پولې سره جوخته پرته هغه علاقه ده چې د داعش په ولقه کې ده .

د امريکې د دفاع محکمې وياند پيټرکُک د ګل په ورځ خبريالانو ته ويلي " که چرته عراقي ځواکونه الرطبه بيرته په ولقه کې اخلي نو دا به د داعش په ضد جګړه کې مهم پرمختګ وي " .

له دې وړاندې د روان کال په لمړو کې د ختيز شام او عراق په پوله پرتې علاقې د تُندروه ډلې داعش د لاسه وتې وې .

د رطبه نه چاپېره پرتې سيمې چې د داعش د ولقې نه ازادې شي نو د هغې نه پس به په انبار صوبه کې د تُندروه ډلې سره يواځې د القائم علاقه په قابو کې وي کومه چې د شام او عراق ترمنځ د دوې د علاقو مهم مرکز ګرځېدی شي .

وياند کُک ويلي دي چې داعش په شام کې د خپلې ولقې لاندې ۴۵فيصده علاقې د لاسه ورکړي دي او په شام کې يې د ۱۶نه تر ۲۰ فيصده پورې علاقې پرېښودي دي .

په عراق کې د ځايې ملېشې ځواکونو او امريکا په مشرۍ د اتحادي پوځ د هوايي عملياتو په ترڅ کې د داعش نه يو شمېر علاقې بيا بيرته نيول شوي دي . تېر کال د رمادي او تکريت سيمې د داعش نه ازادې کړی شوې وې .

په عراق او شام کې د داعش د تشدد له امله په زرګونو خلک وژل شوي دي او غټه ابادي داسې پاتې شوې ده چې هلته خلکو ته د ژوند بنيادي ضرورتونه نه رسي .

د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې تُندوره ډلې داعش د عراق او شام يوه لويه علاقه په خپله ولقه کي اخستې او هلته يې د خلافت اعلان کړی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG