لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما دهيروشيما په تاريخي سفر


براک اوباما دامريکا لمړى ولسمشر دى چې  دهاغه ښار سفر يې کړى په کوم چې امريکايي جنګي الوتکې  ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال  دکال ١٩٤٥م په شپږم اګست دنړۍ لمړى اتومي بم غورځولى و.
براک اوباما دامريکا لمړى ولسمشر دى چې  دهاغه ښار سفر يې کړى په کوم چې امريکايي جنګي الوتکې  ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال  دکال ١٩٤٥م په شپږم اګست دنړۍ لمړى اتومي بم غورځولى و.

دامريکا ولسمشر براک اوباما دجمعې په ورځ دجاپان دهيرو شيما ښار سفر کړى.

براک اوباما دامريکا لمړى ولسمشر دى چې دهاغه ښار سفر يې کړى په کوم چې امريکايي جنګي الوتکې ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال دکال ١٩٤٥م په شپږم اګست دنړۍ لمړى اتومي بم غورځولى و.

اوباما ويلي دشپږم اګست کال ١٩٤٥م دپيښې ياد کمزورى کيدل نه دي پکار خو په هيروشيما يې دامريکا داتومي بريد لپاره بخښنه نه ده غوښتې.

ښاغلي اوباما او دجاپان وزيراعظم شينزو ابى دهيروشيما دامن په يادګاري پارک کې دګلونو څادر غوړولى.

ولسمشر اوباما لمړى دهيروشيما دامن ديادګاري عجائب ګهر دوره وکړه او وروستو دجاپان دوزيراعظم شينزو ابى سره په ګډه دامن يادګاري پارک ته ورغلى.

پخپله وينا کې ولسمشر براک اوباما وويل مونږ دلته ديو لکو څخه دزياتو جاپاني سړو، ښځو او ماشومانو، دزرګونو کوريايي وګړو او امريکايانو په مرګ ماتم لپاره راغلي يو

هغه وويل په تاريخ نظر ساتل دټولو ګډ مسؤليت دى او زياته يې کړه دا فکر به کول وي چې مونږ داسې څه مختلف کولى شو چې ورسره مونږ بيا ددغه تکليف دزغملو څخه بچ شو.​هغه وويل په تاريخ نظر ساتل دټولو ګډ مسؤليت دى او زياته يې کړه دا فکر به کول وي چې مونږ داسې څه مختلف کولى شو چې ورسره مونږ بيا ددغه تکليف دزغملو څخه بچ شو.​

هيروشيما ته دټاکل شوي ورتګ څخه دمخه امريکايي ولسمشر د ايوا کونشي په هوايي اډه امريکايي او جاپاني عسکرو سره وليدل او هغوي ته يې وويل دهغه دسفر مقصد دهاغو خلکو دياد ددرناوي يوه موقع ده چې دوهمه نړيواله جګړه کې مړه شوي وؤ.

براک اوباما ويلي دي هغه به دهاغه وخت دولسمشر هيري ټرومين لخوا په هيروشيما داتومي بم دغورځولو په پريکړه بخښنه نه غواړي، دغه پيښه کې په سمدستي توګه٨٠ زره خلک مړه شوي او ښار٩٠ فيصده ړنګ شوى و.

په هيروشيما داتومي بم دغورځولو دغه پريکړه لانجمنه وه، د ټرومين ګڼو لوړپوړو عسکري صلاح کارانو په هيروشيما داتومي بم دغورځولو په پريکړه اعتراض کړى و،خو ټرومين دجګړې زر تر زره خاتمه غوښته.

دهيروشيما څخه درې ورځې وروستو امريکا په ناګاساکي هم يو بل اتومي بم غورځولى چې پکې اندازتاً څلويښت زره خلک مړه شوي وو او دشلو زرو څخه تر څلويښتو زرو پورې په راتلونکو مياشتو کې مړه شوي وؤ.

په ١٥م اګست کال ١٩٤٥م کې دجاپان واکمن هروهيتهو په غيرمشروطه توګه دجاپان تسليميدل اعلان کړي وو.

ولسمشر براک اوباما دزيارت په ورځ يوه جاپاني ورځپاڼه کې ويلي دي هيروشيما مونږ ته دا خبره رايادوي چې دجګړې نتيجه سخت تکليف او زيانونه وي په ځانګړې توګه دبې ګناه اولسي وګړو لپاره.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري هم تيره مياشت دهيروشيما دوره کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG