د پاکستان پلازمينه اسلام اباد، راولپنډۍ، خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي سيمو کې طوفاني باران او تېزۍ سيلۍ لږ ترلږه ۱۴ کسان وژلي او د ۱۰۰ نه زيات يي نور ژوبل کړي دي .
د راپورونو ترمخه د شورو په ماښام راغلي طوفاني باران او تېزې سيلۍ کورنه او ونې غورځولي او مرګ ژوبلې پکې رامنځته شوي دي .
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د خېبرپښتونخوا صوبايي ادارې (پي ډي اېم ای) وئيلي د باران او سيلۍ له امله پېښور، نوښار، چارسده او مردان ترڅنګ چاپېره نورو سيمو کې څلور کسان مړه، ۲۳ کسان ژوبل او څلور کورونه تباه شوي دي .
پي ډي ایم ای وئيلي اغېزمنو سيمو کې د اوختي تاوان مالومولو او امداد دپاره اړونده ادارو ته هدايات ورکړی شوي دي .
د راپورونو ترمخه قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ او کُرمه کې هم طوفاني سيلۍ کې درې کسان مړه شوي دي .
او د قدرتې افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) وئيلي اسلام اباد او پېنډۍ کې د طوفان له امله د کورنو او ونو پرېوتو پېښو کې اووه تنه وژل شوي دي .
طوفاني سيلۍ د کورنو چتونه الوځولي، دېوالونه يې راغورځولي او ونې يې راماتې کړي او مرګ ژوبلې په دغو پېښو کې رامنځته شوي دي .
د طوفانۍ سيلۍ وهلو سيمو نه رارسېدلو خبرونو ترمخه په دغو علاقو کې د بجلۍ نظام هم ګډوډ شوی دی .
راپورونه وايي اسلام اباد او پېنډۍ ترڅنګ په نورو سيمو کې په سړکونو دپاسه راپرېوتو ونو لرې کولو باندې کار روان دی .