لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دفاعي بجټ کې ١١ فيصده اضافه


  دغه بجټ دخزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وړاندې کړى دى.
  دغه بجټ دخزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وړاندې کړى دى.

په پاکستان کې دجمعې په ورځ مرکزي حکومت دمالي کال ٢٠١٦-١٧ دپاره ٤٣٩٥ اربو روپو بجټ قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړى چې ترمخه يې دنوي مالي کال دفاعي بجټ کې ١١ فيصده اضافه راوستل شوې ده.

دغه بجټ دخزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وړاندې کړى دى.

اسحاق ډار دپاکستان په قبايلي سيمو کې دترهه ګرو دځالو په له مينځه وړلو دپوځ ستاينه وکړه، دغو سيمو کې تر زياتې مودې تندلاري فعاله پاتې شوي دي، خو اسحاق ډار وويل هيواد ته اوس هم دتندلاريتوب څخه ګواښ څيلمه دى.

دترهه ګريزو بريدونو او غربت دلوړې کچې له امله پاکستان کې بهرنۍ سرمايه کارۍ کې دکموالي له امله ددغه هيوادمعيشت ته زيان رسيدلى خو په اوسنو کلونو کې دغه هيواد پرله پسې خپل دفاعي بجټ کې اضافه کړې ده.

دفاعي بجټ کې اضافه

راتلونکي مال کال لپاره ددفاعي بجټ مد کې ٨٦٠ اربه روپۍ بيلې کړل شوي اوتيرکال بجټ کې دا رقم ٧٧٦ اربه روپۍ وې چې دغه شان دنوي مالي کال دفاعي بجټ کې ١١ فيصده اضافه راوستل شوې ده.

تنخاګانو او پنشن کې اضافه

حکومت دخواري کښو لږ ترلږه مياشتنۍ تنخا کې دزرو روپو اضافه کړې ده او اوس به دغه تنخا ١٤ زره روپۍ وي او ددې ترڅنګ دمرکزي ملازمانو پنشن کې دلسو فيصدو داضافې سره د٨٥ کلونو څخه دزيات عمر دپنشن اخستونکو کسانو پنشن کې دپينځويشتو فيصدو داضافې وړانديز شوى دى.

دکم امدن دغريبو کورنو لپاره به دبې نظيرې انکم سپورټ پروګرام لپاره دراتلونکي مال کال په مهال ١١٥ اربه روپۍ بيل کړل شوي او يوې کورنۍ ته به ١٨ زره روپۍ دمياشتې پسر ورکولى شي.

دانرژۍ څانګه

بجټ کې دانرژۍ دڅانګې لپاره ١٣٠ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي،دديامر بهاشا ډيم لپاره ٣٢ اربه او دداسو ډيم لپاره ٤٢ اربه روپۍ ايښودل شوي دي.

همدغه راز جون کال ٢٠١٨م پورې به قومي ګرډ کې لس زره ميګاواټه بجلي هم شامليږي.

دکرکيلې څانګه

دخزانې مرکزي وزير اسحاق ډار دبجټ پخپله وينا کې وويل دتيرمالي کال په مهال دتيرمالي کال په مهال دپومبې دفصل پيداوار ٢٨ فيصده کم شوى چې له امله يې داقتصادي ودې هدف ترلاسه نه کړى شو.

دخزانې وزير وويل سږني مالي کال کې هيواد کې دکرکيلې څانګه دبيلا بيلو ستونزو سره مخ پاتې شوې ، دهغه وينا وه دنامناسبو حالاتو له امله دغه څانګه په نړيواله کچه دبحران ښکار پاتې شوې او زرعي امدن کې کمى راغلى.

هغه وويل دراتلونکي مالي کال لپاره دڅرې نرخونو کې دکمي ترڅنګ دکرکيلې لپاره دکارول کيدونکو ټيوب ويلونو دبجلۍ نرخ کې داسانۍ ورکولو وړانديز دى.

اعلي تعليم لپاره ٧٩ نيم اربه روپۍ

حکومت داعلي تعليم لپاره بجټ کې ١١ فيصده اضافه کړې ده، دخزانې دوفاقي وزير په وينا کال ٢٠١٦-١٧ کې اعلي تعليم لپاره ٧٩ نيم اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

دمالي محصولاتو اندازه

دراتلونکي مالي کال لپاره دمالي محصولاتو اندازه 4415.5 اربه روپۍ لګول شوې ده کومه چې دسږني مالي کال په پرتله ديارلس فيصده سيوا ده.

دقبايلي کډوالو بحالي

دخزانې وفاقي وزير دعوه کړې ده چې قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم پوځي عمليات ګټور ثابت شوي او زياته کړې يې ده چې بجټ کې دقبايلي سيمو دکډوالو ستنيدو، بحالۍ او دامنيت دښه والي دپروګرام لاندې ١٠٠ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.

دسرکاري څانګې پرمختيايي پروګرام

دسرکاري څانګې دپرمختيايي پروګرام لاندې دددريوو نوو منصوبو لپاره يو ارب او شل کروړه روپۍ ايښودل شوي دي.

دغو دريوو منصوبو کې مومندايجنسۍ کې دناهتهي ټنل جوړولو لپاره پنځوس کروړه روپۍ، ګهالانايي ممد ګټ روډ دپراختيا او ښه والي لپاره پينځه کروړه روپۍ، اورکزو ايجنسۍ کې دزياره څخه ډهوري روډ لپاره شل کروړه روپۍ ايښودل شوي دي.

پاکستان کې مخالفو ګوندونو دمرکزي بجټ په اړه خپل غبرګون کې دغه بجټ اولس دوسته نه دى ګرځولى.

دغه بجټ په داسې حال کې وړاندې کړل شوى چې وزيراعظم نوازشريف دزړه داپريشن څخه وروستو دلندن په يو روغتون کې پروت دى خو هغه داپريشن څخه يوه ورځ دمخه لندن څخه دوډيو لنک له لارې دقومي اقتصادي کونسل او کابينې دغونډو دمشرۍ کولو په ترڅ کې دبجټ منظوري ورکړې وه.

دوزيراعظم نوازشريف دموجوده حکومت وړاندې کړل شوى دغه څلورم مرکزي بجټ دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG