لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلامي عالمانو بنګله دېش کې د يرغمل شوؤ وژنې غندلي


د بنګله دېش د جمعيت العلما مشر مولانا فريدالدين مسعود او د علماؤ قامي شورا ويلي د مشکوک اسلامي تُندلارو د لاسه د بې ګناه خلکو وژل وحشي عمل دی او د غېرمسلمانانو په هدف کول د اسلام د تعليماتو خلاف کار دی .
د بنګله دېش د جمعيت العلما مشر مولانا فريدالدين مسعود او د علماؤ قامي شورا ويلي د مشکوک اسلامي تُندلارو د لاسه د بې ګناه خلکو وژل وحشي عمل دی او د غېرمسلمانانو په هدف کول د اسلام د تعليماتو خلاف کار دی .

د بنګله دېش اسلامي عالمانو د خالي په ورځ ډهاکه کې رستوران باندې ترهګر بريد چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي ؤ غندلی دی او ويلي يي دي د غېر مسلمانانو په هدف کول د پېغمبر اسلام محمد(ص) د تعليماتو خلاف عمل دی .

د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه هم د خالي په ماښام قام ته په وينا کې هم بريد کوؤنکو ته غېراسلامي ويلي ؤ .

وسله والو د جمعې په ماښام رستوران باندې بريد کړی او د بنګله دېش پوځ ۱۲ ساعته پس رستوران پاک کړی او د يو درځن نه زيات کسان يې پکې بچ کړي وو .

په دغه بريد کې وسله والو بريد کوؤنکو شل کسان وژلي چې زياتره يې بهرنيان ؤ . بريد کې دوه پوليس هم وژل شوي وو . په وژل شوؤ کې نهه اټالينز، اووه جاپانيان او يو امريکن شامل ؤ .

شپږ حمله کوؤنکي وژل شوي او يو نيول شوی دی .

د بنګله دېش د جمعيت العلما مشر مولانا فريدالدين مسعود او د علماؤ قامي شورا ويلي د مشکوک اسلامي تُندلارو د لاسه د بې ګناه خلکو وژل وحشي عمل دی او د غېرمسلمانانو په هدف کول د اسلام د تعليماتو خلاف کار دی .

مسعود ويلي " څوک چې د مسلمانانو په اکثريتي ټولنه کې غېر مسلمانان وژني په هغوې به د جنت هوا ونه لګي او په غېر مسلمانانو بريد په اسلام کې حرام دی " .

ديني عالم د خالي په ورځ وي او ای ته ويلي د " د دوې وينه، عزت او مال د مسلمانانو په څېر سپيځلي دي" .

مسعود تېره مياشت فتوه ورکړې وه چې يو لاک اسلامي عالمانو، قانون پوهانو او ديني عالمانو لاسليک کړې وه په هغې کې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د غندنې سره په غېرمسلمانانو د تشدد څخه ډکو بريدونو غندنه شوې وه .

مسعود وي او ای ته ويلي " د محمد (ص) د وينا له مخې دغه جرم د سختې سزا مستحق دی" .

د دينې عالم په وينا رستوران باندې په مقدسه شپه (ليلته القدر) باندې بريد شوی په کومه شپه چې مسلمانان عبادتونه کوي .

وسله والو د ډهاکې په بريد کې نهه ښځې او يو ماشوم وژلي دي .

د بنګله دېش د جمعيت العلما قانوني سلا کار مفتي جنودالدين مکتوم ويلي حتی د جنګ په وخت کې هغه خلک چې جنګ نه کوي، ښځې، ماشومان او مشران وي ، اسلام د دوې وژنه منع کړې ده .

مکتوم وي او ای ته ويلي " په بي ګناه خلکو دغه رنګ بريد کولو ته جهاد نه دی، دوې په مکمله توګه په غلطه دي . جهاد چې د اسلام يو مرکزي امر دی دا د ځان د ښه والي هڅه، د سولې په ځاې کول او د تل پاتې سوکالۍ دپاره دی " .

د وسله والو په رستوران د بريد نه پينځه ساعته پس داعش ډلې د بريد زمه واري قبوله کړې وه . د خالي په سهار يې عکسونه خپاره کړي او ادعا يې کړې وه چې دا د وژل شوؤ بهرنيانو دي .

د بنګله دېش حکومت د داعش د زمه وارۍ قبلولو په اړه څه غبرګون نه دی څرګند کړی ، او حکومت د اوږدې مودې نه په ملک کې د بهرنو ترهګرو ډلو شتون ردوي .

دوه اونۍ وړاندې د پوليس ملي مشر ويلي ؤ چې ځايي سخت دريزه اسلامي ډلې انصارالله بنګله ټيم ( ای بي ټي) او جماعت المجاهدين بنګله دېش (جی اېم بي) په ملک کې د هدفي وژنو په شا لاس لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG