لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پخوانی اېم پي ای وژل شوی


په خېبرپښتونخوا صوبه کې له دې وړاندې هم د عوامي نيشنل ګوند په مشرانو او غړو وژونکې حملې شوي دي ،
په خېبرپښتونخوا صوبه کې له دې وړاندې هم د عوامي نيشنل ګوند په مشرانو او غړو وژونکې حملې شوي دي ،

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی شعېب خان د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ژوبل شوی او وروستو يې ژوند د لاسه ورکړی دی .

د صوابۍ ضلعې د يارحسېن پوليس تهاڼې يو چارواکي فضل امين وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل دغه پېښه د اتوار په ماښام رامنځته شوې ده .

د پوليس چارواکي په وينا شعېب خان په خپله حجره کې ناست ؤ، په يو موټر سائيکل پسې دوه نامعلومه وسله وال راغلي او په تماچه يې دوه ډزه ويشتی وو .

هغه زياته کړه شعېب خان په ډزو کې ژوبل شوی او وروستو د درملنې دپاره پېښور ته لېږل شوی او هلته يې ساه ورکړې ده . د پوليس چارواکي په وينا هغه ته د وړاندې نه کومه دهړکه نه وه او داسې ښکاري چې دا هدفي وژنه ده .

هغه وويل پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي دي او علت يې لا نه دی معلوم شوی .

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې .

د عوامي نيشنل ګونديو مشر افراسياب خټک په ټويټر باندې خپل پېغام کې د شعېب خان وژنه د ګوند دپاره لوې زيان بللی دی .

د يارحسېن تهاڼې د چارواکي په وينا د اتوار په سهار د تهاڼې په حدودو کې دوه وسله وال هم نيول شوي او د هغوې د ولقې نه دوه ګرنېټونه او دوه تماچې ترلاسه شوي دي .

په خېبرپښتونخوا صوبه کې له دې وړاندې هم د عوامي نيشنل ګوند په مشرانو او غړو وژونکې حملې شوي دي ، صوبه کې په وروستيو کې د هدفي وژنو پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG