لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان او سعودي په ګډون زياترو هيوادونو کې لويې اختر نمانځل کيږي

 سعودي عرب،افغانستان، خليجي هيوادونو، افريقا، امريکا،اروپا،اسټريليا او نورو هيوادونو کې مسلمانان نن دغټ اختر ورځ په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځي اؤ داختر دنمونځ ادا کولو څخه وروستودسنت ابراهيمي دياد تازه کولو په غرض دڅاروؤ قربانۍ کوي.

دسعودي عرب او افغانستان په ګډون دنړۍ زياترو هيوادونو کې دګل په ورځ لويې اختر نمانځل کيږي.

سعودي عرب،افغانستان، خليجي هيوادونو، افريقا، امريکا،اروپا،اسټريليا او نورو هيوادونو کې مسلمانان نن دغټ اختر ورځ په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځي اؤ داختر دنمونځ ادا کولو څخه وروستودسنت ابراهيمي دياد تازه کولو په غرض دڅاروؤ قربانۍ کوي.

داختر دنمونځ دادا کولو لويې اجتماع ګانې دسعودي عرب په دوو لويو جوماتونو مسجدالحرام او مسجد نبوي کې شويدي چې پکې په ګڼ شمير کې نمونځ ګزارو داختر نمونځ ادا کړى دى.

دټولې نړۍ څخه سعودي عرب ته رسيدلو خواوشا شلو لکو مسلمانانو دحج ترټولو مهم رکن وقوف عرفات ادا کړى، په دغه مهال مسلمانانو دحج خطبه هم اوريدلې، دحج خطبه کې دکعبې امام عبدالرحمان السديس ويلي دي دترهه ګرۍ داسلام او مسلمانانو سره هيڅ تعلق نشته، ترهه ګري داسلام په ګډون يو مذهب سره هم نه شي تړل کيدى،هغه ويلي ترهه ګري يوه فتنه ده چې ورسره ټوله نړۍ مخ ده،دکعبې امام دا هم ويلي دي چې دترهه ګرۍ مخنيوي لپاره به مذهبي مشرانو ته هم په موثره انداز کې خپل کردا ادا کول وي.

بل اړخ ته دسعودي حکومت دحج په موقع خواوشا يو لک امنيتي ځواکونه ځايې پځايې کړيدي او دتولو مقاماتو دهيلي کاپټرو الوتکو څخه څارنه کولى شي.

په عين حال کې پاکستان کې موجودو افغان کډوالو او ځينو قبايلي سيمو کې هم خلکو دګل په ورځ داختر نمونځ ادا کړى شويدى،قبايلي سيمو کې روژې هم دسعودي عرب سره نيول کيږي او اختر هم دهاغه ځايې دخلکو سره نمانځل کيږي.

په ډاګه دې وي چې پاکستان، هند،بنګله ديش او يو شمير نورو هيوادونو کې به سبا داختر لمړۍ ورځ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG